لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان مؤرخ عبدالله بارک عاطفي په روزګان ولایت کې وژل شوی دی


واشنګټن ـــ افغان لیکوال او تاریخ لیکونکی عبدالله بارک عاطفي د افغانستان په روزګان ولایت کې وسلوالو کسانو له خپل کوره ایستلی او وژلی یې دی، طالبانو یې په وژنه کې لاس لرل رد کړي دي.

د روزګان ولایت ګورنر محمد عمر شېرزاد وایي، عاطفي د چورې ولسوالۍ اوسېدونکی وو او بېګا شپه ولسوالو له خپل کوره ایستلی او تر اذیت او ځورونې وروسته یې وژلی دی. ښاغلي شېرزاد پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي:

"وسلولو طالبانو د خپلو جنايتونو په دوام تېره شپه د ارزګان ولايت يو تن مخکښ مورخ او شاعر عبدالله بارک عاطفي په چوره ولسوالۍ کې له کوره ايستلی او وروسته يې تر سختو شکنجو لاندي په شهادت رسولی".

عبدالله بارک عاطفي په یوکراین هېواد کې په اقتصاد او انجینېرۍ کې دوې ماسټرۍ کړې وې خو له اوږدې مودې راهیسې په خپله سیمه کې اوسېده او پخپلو تاریخي څېړنو او لیکنو بوخت وو.

د افغانستان مرستیال ولسمشر امرالله صالح پر ټویټر د هغه وژنه غندلې او تور یې پورې کړی چې هغه "د ای ایس ای ملاتړو طالبانو" له خپل کوره ایستلی او ځای پر ځای یې وژلی دی:

"د هغه جرم په اقتصاد او انجینېرۍ پوهېدل وو، افغان ذهن تر برید لاندې دی، طالبان او ملاتړي یې شاړه مځکه غواړي".

افغان چارواکو تر دې وړاندې هم پر پاکستان د طالبانو د مرستې او ملاتړ تورونه لګولي خو پاکستان تل رد کړي دي.

ښاغلي عبدالله عاطفي «د شرق باچاهان که لرغوني پښتانه عبریان» په نامه ه پښتو ژبه یو پنډ تاریخ هم لیکلی وو، چې شاوخوا پینځلس کاله مخکې په 1,300 مخونو کې چاپ شوی وو او له دې سره سره یې نورې ګڼ شمېر تاریخي مقالې هم په بېلابېلو مجلو کې خپرې شوې وې.

ښاغلي عاطفي په خپل دې لوی تاریخ کې د ډېرو مؤرخینو د نظر په نسبت- چې پښتانه اریایي نسله ګڼي- د څېړنو او ځینو ماخذونو په بنیاد پښتانه عبریان ګڼلي دي خو د کتاب د چاپ پر وخت ډېرو تاریخ څېړونکو ورسره اختلاف کړی وو.

د هغه کورنۍ تر اوسه د ده د وژنې په اړه څه نه دي ویلي او وسلوالو طالبانو هم د هغه په وژنه کې لاس لرل رد کړي دي. د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي پر ټویټر لیکلي چې د دې پېښې پلټنه به وکړي:

"هغه یو بې طرفه لیکوال او شاعر وو، د قتل قضیه يې چې شخصي معلومیږي او په خفه ډول وژل شوی، څیړنه روانه ده، هڅه کوو چې عاملین يې پیدا او مجازات کړو".

پر ټولنیزو رسنیو هم ګڼ شمېر خلکو د عبدالله بارک عاطفي پر مړینه خواشيني څرګنده کړې ده. د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کلتور او هنر څانګې هم د هغه د وژنې تور په طالبانو پورې کړی او په یوه خبرپاڼه کې یې لیکلي:

"د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هیواد د تاریخ، ادب او پوهې ددغه خدمتګار شخصیت سره د طالب وسله والو دغه کرغېړن چلند غندي، د دوی د وحشت یوه بېلګه یې ګڼي او شهادت یې د هیواد لپاره لویه علمي او انساني ضایعه بولي".

دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د روانې جګړې په مهال د دې هېواد یو لوی لیکوال او مؤرخ وژل کېږي.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي چې عبدالله عاطفي د ادبیاتو په اړه هم ګڼ شمېر مقالې لیکلې او شاعري یې هم کوله، وایي «یون» یې د شعري ټولګو له جملې چاپ شوي دي. نوموړي دغه راز د «عبرت« په نامه د یوې چاپي رسنۍ بنسټ ایښی وو.

یوه اوونۍ وړاندې په کندهار کې د سیمې ځایي ټوکمار نظر محمد چې په خاشه ځوان مشهور وو، وسلوالو له کوره ایستلی او وژلی وو. طالبانو د هغه د وژنې ذمه واري پر غاړه اخیستې وه او تور یې پورې کړی وو، چې هغه د دوی د مشرانو سپکاوی کاوه.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG