لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د حالاتو په اړه ځانګړې غونډه کوي


کابل ـــ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د جمعې په ورځ د اګست پر شپږمه یوه ځانګړې غونډه کوي چې مقصد یې د افغانستان د روانو حالاتو ارزول دي.

د یادې غونډې په اړه د دې شورا غړی او په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازی ټي اېس ټېرو مورتي د تیرې پنجشنبې په ورځ په ټوېټر لیکلي دي چې یاده شورا به سبا د جعمې په ورځ د هند په مشرۍ د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړي.

له دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر هم د افغانستان په اړه د امنیت شورا د غونډې د جوړیدو غوښتنه کړې وه.

بلخوا د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتیدو ته ژوره اندېښنه ښودلي ده.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان پر وضعیت فوق العاده غونډه جوړه وي څو د روان وضیعت په اړه خبرې ترسره کړي.

تېره ورځ افغان حکومت د افغانستان د روان وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ځانګړې غونډې غوښتنه کړې وه.

د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر له خپل هندي سیال سره د افغانستان پر وضعیت خبرې ترسره کړي نوموړي له هندي لوري چې دمګړی د امنیت شورا دوره يي مشري پر غاړه لري غوښتنه کړي چې د افغانستان د وضعیت په اړه ددغه شورا ځانګړې غونډه را وبولي او وروستي مسایل پکې مطرح کړي. هغه زیاته کړې چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېرېدل، ملکي مرګ ژوبله او د عامه تاسیساتو ورانول هغه مسایل دي چې امنیت شورا باید ورباندې بحث وکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا مشر هم وایي چې د افغانستان د وروستيو حالاتو په اړه یوه بېسارې غونډه کوي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملګرو ملتونو امنیت شورا له پریکړه لیکونو او هغو غونډو څخه چې افغانستان ته د سولې او ثبات راوستو لپاره یې جوړې کړې هر کلی کوی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هیواد وایی د ملګرو ملتونو امنیت شورا په پام کې لري چې د روان کال د اګست میاشتې په 6 نیټه د افغانستان وروستي وضیعت په اړه غونډه جوړه کړي.

هیواد وایي " له دې غونډې موږ دا هیله لرو چې داسې تصمیم او پریکړې ونیسي چې موږ سولې،ثبات او ټیکاو ته د رسیدلو لپاره ،د طالبانو د وروستیو بریدونو،تاوتریخوالي ودریدو، د بشري حقونو د ناورین له منځه وړلو او سولې ته د رسیدو په عملي لارو چارو جدي او اساسي اقدامات ترسره کړی."

په ورته مهال د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې پر روان امنیتي وضعیت او زیاتېدونکي تاوتریخوالي ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. ددغه سازمان مشر یوسف بن احمد العثیمین پرون په یوه خپره کړې اعلامیه کې د جګړې د وروستیو قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي شریکه کړې ده.

هیواد کې د جګړو په دوام د مسلحو قواوو ویاند برید جنرال اجمل عمر شینواری کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل چې وسله والو طالبانو ته یې د جګړې په ډاګر کې مرګ ژوبله اړولی.

شینواری وایي "یوازې په تیرو 72 ساعتونو کې طالبانو ته دومره مرګ ژوبله اوښتي چې په تیرو شلو کالونو کې بیساری ده د تیرو څلورویشتو ساعتونو پر مهال هلمند کې 200 وسله وال طالبان وژل شوی.

هیواد کې د جګړو په دوام کندهار،هرات،تخار،هلمند، بغلان او لغمان کې د نورو ولایتونو په پرتله جګړې شدیدې چې ډیری عام وګړی له اصلی مینو ګډوال شوی.

سید محمد رامین د هلمند د کډوالو چارو رئیس وایي دغه ولایت کې د جګړې له امله د لومړنیو مالوماتو له مخې په لکونو کورنۍ بې ځایه شوي چې د هغو له جملې 30 زره کورنۍ د دولت امن ساحو ته کډوال شوي.

رامین زیاتوي " ځینې کورنۍ کابل،نیمروز،کندهار او یو شمیر نور یې امن ساحو او ولایتونو ته تللي خو په بد وضیعت کې ژوند کوي.

د امنیتي مسولینو په خبره په تېرو 24 ساعتونو کې 303 تنه وسله وال طالبان وژل شوي او 125 نور ټپيان دي

د ملي دفاع وزارت وايي، دغه طالبان په ننګرهار، لغمان، غزني، پکتیکا، کندهار، زابل، هرات، جوزجان، سمنګان، فاریاب، هلمند، سرپل، نیمروز، بغلان او کاپيسا ولایتونو کې وژل شوي، ټپیان شوي دي.

د سولې نامعلوم برخلیک ترڅنګ د جګړو په دوام په هغو سیمو کې چې طالبانو په وروستیو کې نیولي دي د لسګونو راډیوګانو او ټلوېزیونونو خپرونې بندې شوي دي .

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی وایي چې د طالبانو له لوري د ولسوالیو د نیولو او په ولایتونو کې د جګړو له شدت سره یو پنځوس رسنۍ د اپریل له میاشتې راهیسې فعالیت نه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG