لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان خبرداری: نه افغان حکومت او نه طالبان د جګړې د لارې څه ترلاسه کولی شي


پاکستان خبرداری ورکړی چې نه خو افغان حکومت او نه طالبان د جګړې د لارې هغه څه ترلاسه کولی شي څه چې دوی غواړي.

دغه خبره د پاکستان د ملي امنيت سلاکار معيد يوسف چې د امريکايي چارواکو سره د لیدنې دپاره په واشنګټن کې دی د زيارت/ پنجشنبې په ورځ (5 اګست) کړې ده.

يوسف دغه خبره په داسې وخت کې کړې چې امریکايي او نړيوال ځواکونه د افغانستان نه ووځي او طالبانو بريدونو ته زور ورکړی دی.

هغه ويلي پوځي يا نظامي بريا د افغان حکومت يا طالبانو دپاره حقيقت نه لري.

معيد یوسف ویلي، دا د یوې خوا (افغان حکومت او طالبانو) دپاره هم ممکنه نه ده چې د جګړې د لارې هغه څه ترلاسه کړي چې څه دوی غواړي، جوړ جاړی اړين دی".

د نوموړي په وېنا "په ځمکه خبرې دې روښانه وي چې مونږ د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو په لړ کې هره اړتيا لرو هغې ته ورسېږو چې هغه منطقي نتيجې لري او تشدد ختم کړي، نه چې زور واکي وشي".

د پاکستان د ملي امنيت سلاکار ویلي، پاکستان صلاح دی چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د دښمنۍ ختمولو دپاره د امریکا سره کار وکړي.

هغه زیاته کړې د افغانستان روانه جګړه د اسلام اباد په ګټه نه ده او د افغانستان سوله د خبرو پرته نه شي راتلی.

يوسف ويلي، "د افغانستان اوږد مهاله شخړه د پاکستان په خپله ګټه نه ده چې پاکستان په جيو اکنامکس (اقتصاد پاليسۍ) توجه لري، مونږ څنګه نړيوالو پانګه والو ته ويلي شو څوک چې په پاکستان کې دلچسپي لري چې دلته پانګونه وکړي، او پاکستان ته څېرمه بې ثباتي وي او مونږ ورته وايو چې مه ويریږئ، دغه بې ثباتي به سيمه نه اغېزمنوي".

هغه ويلي پاکستان په طالبانو د خبرو دپاره دومره فشار اچوي څومره چې کولی شي.

د يوسف په خبره "که پوځ ووځي او که طالبان راځي په ګټه نه تماميږي".

معيد يوسف چې د امریکا په سفر دی په 30 جولايۍ يې د امریکا د ملي امنیت د سلاکار جېک سېلوين سره ليدلي وو.

په دغه ليدنه کې د امریکې او پاکستان امنيتي سلاکارانو په افغانستان کې د تشدد د کمولو او د افغان شخړې د سياسي جوړ جاړي په موضوع خبرې کړې وې.

د دغه لیدنې په اړه جېک سېلوېن په ټویټر ویلي وو،

"د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار سره مې وليدل په سيمه ييزه امنیت او شريکه همکارۍ مو خبرې وکړې. په افغانستان کې په سمدستي توګه د تشدد په ختمولو او د شخړې په سياسي جوړ جاړي مو بحث وکړو".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG