لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کندهار ډنډ ولسوالۍ د طالبانو نه بیرته نيول شوې د نورو دپاره عملياتو ته ادامه ورکوو، چارواکي وايي


د افغانستان د کندهار ولايت چارواکي وايي د ډنډ ولسوالۍ يې د طالبانو نه بيرته نيولې او د نورو ولسواليو دپاره عملياتو ته ادامه ورکوي.

کندهار د پاکستان سره په پوله د افغانستان په جنوب کې پروت ولايت دی.

ډنډ ولسوالۍ چې درې اوونۍ وړاندې د طالبانو لاسو ته تللې پوځي وياند محمد صادق نن د جمعې په ورځ شپږم اګست ويلي، ګډو ځواکونو نن سهار عمل پېل کړي د ولسوالۍ مرکز ته رسېدلي او ټول تاسيسات يې نيولي دي.

د کندهار ګورنر روح الله خانزاده ویلي په یوه اوونۍ کې به د کندهار ولسوالۍ په ارام شي او زياته کړې يې ده چې د ډنډ وروسته به پنجوايي ته عملیات وغځوي.

د چارواکو په وېنا د ډنډ د نيولو سره د کندهار د ښار د سقوط کېدو خطره د مينځه تللې ده.

ډنډ ونيول شوه خو د ښار سره نزدې پنجوايي او ارغنداب ولسوالۍ اوس هم ويل کيږي د طالبانو په لاس کې دي.

په کندهار کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو د عملیاتو په مهال نزدې 30زره کورنۍ کډوالې شوي دي.

په کندهار کې دا تازه عمليات په داسې حال کې شوي چې څلور ورځې وړاندې په دوېم اګست افغان ولسمشر اشرف غني ويلي د امنيت دپاره يې پلان تيار کړی دی.

هغه ويلي وو، په راتلونکو شپږو میاشتو کې به هیواد کې د فتنې روانه څپه ختمه، استقرار به رامنځ ته شي او ترهګر به سخته ماتې وخوري "په دې کې هم شک نشته چې ددې پلان مهم عناصر زمونږ د امنیتي او د فاعي ځواکونو ترڅنګ د خلکو متحرک کول دي او د دې پلان تطبیق لپاره د امریکا په مشرۍ د خپلو متحدینو منظم ملاتړ لرو".

د افغانستان نه د امريکايي او نړيوالو اتحادي ځواکونو د ويستو پېل کېدو سره طالبانو د هېواد په بېلابيلو برخو کې بريدونو ته زور ورکړی دی.

د جولايۍ په 21 د امریکې د ګډو ځواکونو مشر جنرل مارک ميلی خبريالانو سره په خبرو کې ويلي وو چې د افغانستان په ولسوالیو/ ضلعو د نيمې پورې چې نزدې 212 جوړيږي مرکزونه يې د طالبانو په لاس کې دي.

خو افغان چارواکو ويلي په ځينو ځايونو کې افغان ځواکونه په تکنيکي توګه په شا شوی دي.

(په خبر کې ځينې مالومات د وي او اې اشنا څخه اخستل شوي)

XS
SM
MD
LG