لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حنیف اتمر وایي د ملګرو ملتونو امنیت او بشري حقونو شورا د افغانستان په اړه دوې ځانګړې غونډې کوي


واشنګټن ـــ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر غوښتنه کړې چې د طالبانو پر مشرانو دې یو ځل بیا نړیوال بندیزونه ولګول شي او وایي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راتلونکې غونډه کې به پر ډزبندۍ او د سولې د خبرو په اړه بحث کېږي.

حنیف اتمر د شورو- چارشنبې په ورځ په کابل کې د امریکې له سفیر راس ویلسن سره لیدلي او د افغانستان پر روانو حالاتو او د سولې پر بهیر یې ورسره خبرې کړې دي.

د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان په اړه بیا دوې ځانګړې غونډې کوي او وایي حنیف اتمر په دې اړه له امریکایي سفیره د واشنګټن د ملاتړ او همکارۍ غوښتنه وکړه:

"ښاغلي اتمر د اوربند رامنځته کولو، د خبرو اترو پیل او د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت په اړه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په راتلونکې غونډې کې به پرې بحث وشي د خبرو اترو او د نظریاتو تبادلې پر اهمیت باندې ټینګار وکړ".

خو دا لا نه ده څرګنده چې د ملګرو ملتونو له خوا دغه دوې نورې غونډې به کله او چېرې کېږي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا په تېرو ورځو کې د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه کړې وه چې پکې د جګړې د سمدستي د درېدو او د سولې د خبرو د تېزېدو غوښتنه شوې وه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي حنیف اتمر د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا وغوښتل چې په هېواد کې یې د وسلوالو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو او جنګي جرمونو د څېړلو لپاره د حقیقت موندنې یو ټیم ور ولېږي او "د بشري حقونو د سرغړوونکو او جنګي جنایتکارانو" په ضد قانوني اقدام وکړي.

خبرپاڼه وایي امریکایي سفیر راس ویلسن له حنیف اتمر سره په خبرو کې په افغانستان کې د بشري حقونو پر ښکاره سرغړونو اندېښنه څرګنده کړې او د تاوتریخوالي پای ته رسېدو او دایمي سولې د ټینګښت لپاره یې د امریکې د ملاتړ ډاډ ورکړی.

د وال سټریټ جرنل د خبر له مخې حنیف اتمر د نهې- سه شنبې په ورځ پخپله یوه وروستۍ مرکه کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې طالبانو د ښارونو د نیولو لپاره حملې زیاتې کړې او پر هغوی دې بندیزونه ولګول شي.

حنیف اتمر له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر ښارونو دې د طالبانو بریدونه ودروي ځکه چې وایي دا نه یواځې افغانستان بلکې د نړۍ امن او ارامۍ ته خطر دی. وایي دا بریدونه به د سیمې او نړۍ لپاره بدې نتیجې ولري، ځکه چې وایي نه یواځې خلک به کډوالۍ ته اړ کړي بلکې افغانستان ته د نورو جنګیالو د ورتګ سبب به شي.

طالبانو تر اوسه د دوی پر مشرانو د بندیز په اړه د حنیف اتمر غوښتنې ته څه جواب نه دی ویلی خو په وروستیو کې یې په قطر کې د سولې په خبرو کې یوه غوښتنه دا کړې وه چې وایي د مشرانو نومونه دې یې د ملګرو ملتونو له تور فهرسته وایستل شي.

بل لور ته د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم یو ځل بیا په قطر کې ویلي چې که طالبان په زوره پر افغانستان واکمن شي دوی به ځان یواځې کړي او نړۍ به یې په رسمیت ونه پېژني.

په قطر کې د افغان سولې په اړه درې ورځنۍ غونډې پرون پیل شوې دي چې د طالبانو د سیاسي دفتر استازي هم پکې ګډون کوي خو بل لور ته طالبانو په افغانستان کې جګړه روانه ساتلې او تر ولسوالیو وروسته یې د ولایتونو د مرکزي ښارونو د نیولو لپاره جګړه پیل کړې ده او تر دې وخته یې د اوو ولایتونو د ښارونو د نیولو دعوه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG