لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان تر 20 د زیاتو ولایتونو د مرکزونو د نیولو دعوه کوي، حکومت څه نه دي ویلي


واشنګټن ـــ په افغانستان کې د طالبان او افغان ځواکونو تر منځ جګړه ورځ په ورځ زور اخلي او په نتیجه کې یې د عامو خلکو له وژل کېدو کېدو او ټپي کېدو سره په پراخه کچه خلک له خپلو سیمو بې کوره کېږي او له لوږې او ناروغیو سره مخ کېږي.

له افغانستانه امریکایي او نور بهرني ځواکونه لا په بشپړه توګه نه دي وتلي خو طالبانو بیا د دې هېواد تر نیمایي د زیاتو ولایتونو د مرکزونو د نیولو دعوه کړې ده.

رپوټونه وایي چې طالبانو تر دې مهاله د افغانستان په شمال، جنوب او جنوب ختیځ کې د شاوخوا 20 ولایتونو مرکزونه نیولي دي.‌ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې- خالي په ورځ پر ټویټر دعوه کړې چې په تېرو څلرویشت ګنټو کې یې د پکتیکا، پکتیا، کونړ او بلخ ولایتونو مرکزي ښارونه هم نیولي او پخپله ولکه کې اخیستي دي.

د بلخ ولایت مرکز مزارِ شریف په شمال کې له تر ټولو مهمو ښارونو څخه دی چې دوه پخواني جنګسالاران عبدالرشید دوستم او عطا محمد نور هم پکې په وروستیو ورځو کې د طالبانو په ضد پاڅون پیل کړی وو او د اسوسیېټیډ پریس د خبر له مخې دوی نامعلوم ځای ته تښتېدلي دي.

له بلخ ولایته د پارلمان یو غړی عباس ابراهیمزاده وایي، لومړی افغان ملي پوځ طالبانو ته تسلیم شول او بیا حکومت پلوه ملېشو او نورو ځواکونو هم مورال وبایله او د طالبانو په وړاندې یې ماتې وخوړه.

افغان ولسمشر اشرف غني هم د طالبانو د بریدونو زیاتوالي د خپل هېواد د راتلونکي په اړه اندېښمن کړی او د شنبې- خالي په ورځ یې په خپل یوه وېډیويي پیغام کې یې ویلي چې هېواد یې د "تپل شوې" جګړې له کبله د استحکام او پایښت له جدي ګواښ سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي په پام کې لري چې یوه اعلامیه خپره کړي او په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه وکړي.

په دغه مسوده کې به خبرداری ورکول کیږي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا به په افغانستان کې د "طالبانو د اسلامي امارت" بیا راتګ ونه مني او د زور له لارې واکمنېدونکی هېڅ ډول حکومت به په رسمیت ونه پېژني.

د اسوسیېټیډ پرس خبري ایجنسۍ د خبر له مخې په دغه اعلامیه کې به د افغانستان پر لویو ښارونو او بازارنو باندې د طالبانو بریدونه په کلکه وغندل شي. طالبانو د لسګونو ولسوالیو تر نیولو وروسته له تېرو شاوخوا دوو اوونیو راهیسې د ولایتونو پر مرکزونو بریدونه پیل کړي او یو پل پسې یې د نیولو دعوې کوي.

ولسمشر اشرف غني وایي له نړیوالو او کورنیو ملګرو سره په سلا مشورو بوخت دی او خپل ولس ته یې ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به په هېواد کې د جګړو او تاوتریخوالي مخه ونیول شي.

اسوسیېټیډ پریس وایي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپرېدونکې اعلامیه کې به له طالبانو غوښتل کیږي چې له ځنډ پرته مذاکراتو ته ور وګرځي چې ښځې هم په کې برابر ګډون ولري او د ریښتیني، پایدار او داسې سیاسي روغې جوړې لپاره دې چټک پرمختګ وکړي چې د افغانستان ټول اړخونه پکې برخه ولري.

د افغانستان د دفاع وزارت د طالبانو د دغو دعوو په اړه چې وایي په تېرو څلرویشت ګنټو کې یې د څلورو نورو ولایتونو مرکزونه نیولي پر خپل رسمي پاڼه هیڅ جواب نه دی ویلی، خو وایي په تېرو څلرویشت ساعتونو کې د بلخ ولایت په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې 172 وسلوال طالبان په عملیاتو کې وژل شوي او 107 ټپيان شوي دي. طالبانو د دوی وسلوالو ته د اوښتي ځاني زیان په اړه څه نه دي ویلي.

ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې د وروستیو جګړو له کبله تقریباً څلور لکه کسان له خپلو سیمو بې کوره شوي دي چې وایي تر دې وړاندې هم په دې هېواد کې څه کم دېرش لکه کسان بې کوره وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG