لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ولسمشر جوبایډن افغانستان ته د 5,000 امریکایي پوځیانو د لېږلو امر وکړ


واشنګټن ـــ د امریکې ولسمشر جوبایډن وایي د ده د سفارتي، پوځي او استخباراتي ډلو د وړاندیزونو په اساس یې په افغانستان کې د 5,000 امریکایي پوځیانو د ځای پر ځای کولو اجازه ورکړې ده.

ښاغلی بایډن وایي دغه پوځیان به له افغانستانه د امریکایي او اتحادي ځواکونو او همدارنګه د دوی د افغان همکارانو په منظم او خوندي را وتلو کې مرسته کوي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د اګست پر 13مه ویلي وو، چې په افغانستان کې روانو حالاتو ته په کتو د خپلو وګړو د را ايستلو لپاره 3000 سرتېري کابل ته لېږي، چې لومړۍ ډله یې پرون رسېدلې او ويل شوي برتانيا هم افغانستان ته د 600 سرتېرو لېږلو پرېکړه کړې ده.

امریکایي ولسمشر دا اعلان په داسې وخت کې کړی چې طالبانو جګړې ته زور ورکړی او دعوه کوي چې په تېرو څلرویشت ګنټو کې یې په افغانستان کې د شپږو ولایتونو مرکزونه نیولي او وايي د نیول شویو ولایتي مرکزونو شمېر یې تر 20 اوښتی دی. افغان چارواکو دا دعوې نه دي تایید کړې.

د شنبې- خالي په ماسپښین د سپینې ماڼۍ له خوا په خپاره شوي خبر کې ویل شوي چې ولسمشر جوبایډن خپلو ځواکونو او استخباراتي ته امر کړی، دا ډاډ دې تر لاسه کړي چې امریکا په راتلونکي کې هم له افغانستانه د ترهګرۍ د خطر د مخنیوي وړتیا ولري او څارنه یې وکړي.

ولسمشر بایډن وایي د امریکې د بهرنیو چارو وزیر ته یې امر کړی د ولسمشر اشرف غني او نورو افغان مشرانو مرسته دې وکړي‌ ځکه چې وایي هغوی په خپل هېواد کې د نورو وینې تویېدو مخنیوی او د سیاسي روغې جوړې پر لاره تلل غواړي.

بایډن وایي په قطر کې د خپل جنګي کمانډر له لارې د طالبانو استازو ته پیغام لېږلی چې که یې په افغانستان کې څه داسې ګام واخیست چې امریکایي وګړو یا د دوی میشن ته یې خطر پېښ کړ نو د امریکې له چټک او کلک پوځي جواب سره به مخ شي.

طالبانو سمدستي افغانستان ته بیرته د پینځه زره امریکایي سرتېرو د لېږل کېدو او د ولسمشر بایډن له خوا دوی ته د لېږلي پیغام په جواب کې په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

د سپینې ماڼۍ په بیان کې د ولسمشر جوبایډن له خولې پر مخ ویل شوي چې خپل سفیر ټرېسي جېکبسن ته دنده سپارلې چې د دوی د افغان همکارانو او متحدینو د ځانګړو ویزو د بهیر، ټرانسپورټ او له افغانستانه د ایستلو چارې دې تر سره کړي. ښاغلي جوبایډن ویلي:

"زموږ زړونو پر زړورو افغانو سړیو او ښځو سوځي چې اوس له خطر سره مخ دي. موږ د هغو زرګونو کسانو او د هغوی د کورنیو په را ایستلو بوخت یو چې له موږ سره یې مرسته کړې".

ولسمشر جوبایډن وایي امریکې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې تقریباً یو کرب ډالر ولګولې او تر درې لکه زیات افغان پوځیان او پولیس یې و روزل او په پوځ ساز و سازمان یې سمبال کړل، وایي د امریکې یو یا پینځه کاله هلته پاتېدل نور څه فرق نه کوي که افغان پوځ خپل هېواد ونه ساتي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG