طالبانو ويلي د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او القاعده پرضد "د کمېشن جوړولو خبره سمه نه ده". څو ورځې وړاندې داسې خبرونه مخې ته راغلي وو چې د افغانستان طالبانو يوه درې کسيزه شورا ټاکلې ده چې د پاکستان په ضد وسله وال پاکستاني طالبان د د ې هېواد په ضد د ترهګرۍ نه ودروي.
دا خبرونه په داسې وخت کې مخې ته راغلي وو چې طالبانو په 15 اګست کابل او د افغانستان زياتې برخې نيولي او ويل شوي وو طالبانو بيا د افغانستان د زندانونو څخه ډېر کسان خوشي کړي چې پکې پاکستاني طالبان او د القاعده غړي هم شامل وو.
وروسته بيا د پاکستاني طالبانو د پخواني مرستيال مشر فقير محمد د خلکو سره د ليدو ځینې ويډيوز هم په ټولنیزو رسنيو خپرې شوې وې.
او د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شېخ رشيد ويلي وو ټي ټي پي او داعش د پاکستان سره په پوله د افغانستان د ننګرهار په غرييزه سيمو کې شتون لري.
په 17 اګست رشېخ رشيد ويلي وو په افغانستان کې د طالبانو سره په رابطه کې یو، او هڅه کوي چې ټي ټي پي د پاکستان پرضد د افغانستان خاوره ونه کاروي او طالبانو ته يې ويلي چې پاکستان به هم کومه لاس وهنه نه کوي.
څلور ورځې وړاندې داسې ویل شوي وو چې د افغان طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده دغه درې کسيزه شورا د پاکستان له خوا د شکايت په غبرګون کې جوړه کړې ده.
په 21 اګست د پاکستان د خارجه دفتر وياند زاهد حفيظ چوهدري ويلي وو اسلام آباد به د تحريک طالبان پاکستان په سر د کابل سره خبره کوي.
نوموړي ويلي وو، "مونږه د تېر افغان حکومت سره هم د ټي ټي پي لخوا په پاکستان کې د ترهګرۍ خبره را اوچته کړې وه او دغه کشاله به د راتلونکي حکومت سره هم اوچتوو چې تحريک طالبان ډله د پاکستان په ضد د افغانستان نه کاروايانې ونه کړی شي".
د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد پرون د نهې/سه شنبې په ورځ 24 اګست باندې په کابل کې يوې خبري غونډې ته په وېنا کې ویلي،
"د داسې څه نه خبر نه يو چې کمېشن ټاکل شوی دی، او داسې څوک خو شته نه په افغانستان کې، مونږ دا دريځ لرو چې د افغانستان د خاوري نه نورو هېوادونو ته څوک مشکل پېښ کړی".
هغه وویل چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د ګاونډيانو په ګډون د بل هیڅ هېواد پرضد ونه کاروي.
هغه وويل داسې ځانګړی کمېشن نشته بلکې دوی ځانګړي قوانين لري او په دې چې عمل وشي داسې څوک به نه وي چې بل کوم هېواد ته ګواښ وکړي.