لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو په کندهار کې دوه پاکستاني خبريالان نيولي دي


د افغانستان سره په پوله د بلوچستان صوبې د چمن سره تعلق لرونکي دوه پاکستاني خبريالان پرون د شورو/چهارشنبې په ورځ (25 اګست) په کندهار کې طالبانو نيولي دي.

په کوټه کې د پاکستان د يو شخصي ټيلي ويژن چېنل (خېبر) مشر جابر خان تاييد کړې چې يو خبريال يې چې عبدالمتين اڅکزی نوميږي او د هغه سره کېمره مېن محمدعلي پرون په کندهار کې طالبانو نيولي دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل چې خبريال او کېمره مېن يې په 23 اګست کندهار ته ډيوټۍ له تللي او وروسته نيول شوي دي.

هغه زياته کړه خبريال او کېمره مېن يې ادارې لېږلي وو.

بل لور ته په کندهار کې طالبانو ويلي دغه خبريالان بې د اجازته ورغلي او هلته یې خبريالي کوله ځکه دوی نيولي دي.

طالبانو په يو بيان کې ويلي د دغو خبريالانو څخه پلټنې کوي.

نيول شوي خبريال عبدالمتين اڅکزي پرون وي او اې ډيوه سره د ټيلیفون د لارې په خبرو کې ویلي وو، چې دوی د کندهار په عېنو مېنه کې نيول شوي، طالبانو خپل مرکز ته انتقال کړي او پلټنې يې ترې پېل کړي دي.

هغه وويل په کندهار کې نور پاکستاني خبريالان هم ورغلي خو يواځې دوی نيول شوي دی.

د نيول شوي خبريال کورنۍ وي او اې ډيوه ته ویلي عبدالمتين ورسره نن سهار خبرې کړي چې تيره شپه پرې په کنټېنر کې تېره کړی شوې او نور ډېر حال يې نه دی ويلی او بيا ورسره رابطه قطع شوې ده.

چمن پرېس کلب د يادو خبريالانو د نيولو غندنه کړې او د هغوی د خوشي کولو غوښتنه يې کړې ده.

په کندهار کې د چمن خبريالان په داسې حال کې نيول شوي چې طالبانو په 15 اګست کابل او د افغانستان زياتره برخې نيولي دي.

د پاکستان نه ځينې نور خبريالان هم افغانستان ته تللي دي.

نن په 25 اګست د افغانستان طلوع خبري ادارې هم ویلي پرون يې په کابل کې طالبانو يو خبریال او کېمره د کورېج په مهال وهلي دي.

ادارې ویلي طالبانو ویلي چې د دغه پېښې پلټنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG