لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فواد چوهدري:افغانستان کې حکومت جوړؤل دپاکستان کار نه دی


دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري وایي په افغانستان کې حکومت جوړول دپاکستان کار نه دی بلکې دافغانستان ولس به پخپله دځان دپاره حکومت انتخابوي خو دا وخت افغانستان کې ستره ستونزه دقیادت دنشتوالي ده.

بیلابیلو پاکستاني رسنیو دخالي په ورځ د فواد چوهدري له خولې ویلي چې پاکستان افغانستان دخپل نظر لاندې ساتلی دی خو که نړیوالو طاقتونو په افغانستان خپلې سترګې پټط کړې نو دغه هیود کې به یو ستر ناورین یا بحران رامنځته شوي.

کراچۍ کې خبریالانو سره خبرو کې هغه ویلي چې دافغانستان تباهۍ ته باید انتظار ونه کړل شي اؤ نړۍ دې دافغانستان په وضعیت عادي کولو کې خپل رول ترسره کړي.

دافغانستان په پلازمینه کابل اؤ نورو ولایاتو دطالبانو له قبضې وروسته افغانستان کې د وړاندې نه خراب حالات نور هم دبې باورۍ په لوري تللي دي اؤ ډير‌ په چټکتیا سره بهرني هیوادونه افغانستان نه دخپلو ډپلوماټانو اؤ وګړو د ویستلو هڅې کوي.

ددې ترڅنګ لکونه افغان هم افغانستان نه د وتلو په هڅه کې دي اؤ تر دې دمه په زرګونو خلک دنړۍ بیلابیلو هیوادونو ته کډوال شوي دي.

طالبانو دکابل دنیولو نزدې دوه اوونۍ وروسته هم لا خپل حکومت نه دی اعلان کړی اؤ دامریکا په ګډون دنړۍ ګڼو هیوادونو ویلي دي چې کابل کې به د ټوپک په زور مسلط شوی حکومت په رسمیت نه مني.

دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیر وایي نړۍ باید افغانستان کې د رامنځته شوي وضعیت څخه دبشري فاجعې یا انساني بحران په ګواښ ځان پوهه کړي اؤ افغانستان دې یوازې نه پریږدي.

تر دې یوه ورځ وړاندې دپاکستان دپوځ ویاند میجر جنرال بابر افتخار ویلي وؤ چې دافغانستان د وضعیت نه تر ټولو زیات پاکستان اغېزمن شوی اؤ اوس چې افغانستان کې کوم نوی حکومت جوړیږي پاکستان به ورسره په رابطه کې وي.

پوځي ویاند دافغانستان په تیر حکومت تور لګولی ؤ چې هند سره یې دپاکستان په ضد لاس یو کړی ؤ اؤ خپلو پوځیانو ته یې دهندوستان څخه روزنه ورکوله .

خو څېړونکي بیا په افغانستان کې دیو منتخب جمهوري حکومت له مینځه تلل اؤ دطالبانو په کابل قبضه دافغانستان ترڅنګ دپاکستان دپاره هم یوه ستره خطره بولي اؤ وایي که طالبان بیا په افغانستان واکمن شي نو دداعش،القاعده اؤ پاکستاني طالبانو په څېر ترهګرې ډلې به هم ورسره یو وارې بیا پیاوړې شي.

پاکستان وایي افغان طالبانو ورته باور ورکړی چې پاکستاني طالبان به پرې نه ږدي چې دافغانستان خاوره دپاکستان په ضد وکاروي .

خو څېړونکي بیا وایي چې طالبانو په افغانستان له قبضې وروسته جیلونو نه دالقاعده اؤ ټي‌ ټي پي ګڼ مشران خوشې کړي اؤ طالبانو ته به ګرانه وي چې دالقاعده اؤ پاکستاني طالبانو نه ځان جلا کړي

Recommended

XS
SM
MD
LG