لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وایي کرکټ سره مشکل نه لري،خو دموسیقۍ په اړه غلي پاتې دي


طالب مشرانو دافغانستان دکرکټ ملي لوبډلې اؤ دکرکټ بورډ چارواکو سره لیدلي اؤ هغوئ ته یې ډاډ ورکړی چې په ډاډه ډول باید خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي خو هغوئ لا دموسیقۍ په اړه څه نه دي ویلي چې اجازه به ورکړي که نه؟

دطالبانو دمذاکراتي کمیټې غړي انس حقاني ویلي په کابل کې یې دیو شمیر نورو طالب مشران په ملګرتیا دافغانستان دکرکټ ملي لوبډلې اؤ دکرکټ‌بورډ چارواکو سره لیدل کړي ، وایي شل کاله په افغانستان کې یوه تبلیغاتي جګړه شوې ده اؤ دطالبانو په هکله یو بد تصویر خلکو ته وړاندې کړل شوی دی.

دغه لوړپوړی طالب مشر وایي افغان کرکټ لوبډلې ته یې ډاډ ورکړی چې په هغوئ هیڅ جبر نشته،هر څه دپاره ورته ازادي ده،خپل افغانیت اؤ اسلامیت دې په نظر کې نیسي اؤ دطالبانو چې څه خبرې دي هغه یوازې ملي لوبډلې ته مشورې دي کوم امر نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې دافغانستان دکرکټ دملي لوبډلې مشر یا کپتان راشد خان دخپل هېواد په روانو خرابو امنیتي حالاتو اندېښنې ښکاره کړې وې او له نړیوالو یې غوښتي وؤ چې افغانستان باید په دې په ناروین کې یوازې نه پرېږدي.

راشد خان د روانې میاشتې په لسمه نیټه پخپله فیس بک پاڼه لیکلي وؤ "زما ګران هېواد افغانستان له یو لوئ ناورین سره مخامخ دی. هره ورځ سلګونه بې ګناه افغانان چې ښځې او ماشومان هم په کې دي شهیدان کیږي. کورونه، ښوونځي، دفترونه او نور ملي او عامه تاسیسات ویجاړېږي او زرګونه کورنۍ بې کوره او در په دره شوي دي"

هغه دچا له نوم اخیستلو پرته ویلي وؤ "د افغانانو وژل او د افغانستان ورانول بند کړئ"

خو اوس په ټولنیزو رسنیو خپره شوې یوه ویډیو کې لیدل کیږي چې دطالبانو مهم مشر انس حقاني طلوع ټيلي ویژن ته وایي “مونږ غوښتل چې دوئ(دکرکټ لوبډلې) سره ووینو، دوئ ته یو اطمینان ورکړو اؤ هغه څه ورته ووایو چې زمونږ په زړونو کې دي اؤ دهغې په اساس مو د دوئ سره ناسته وکړه”

انس حقاني وایي تر دې وړاندې مخالفینو دومره تبلیغات کړي وؤ چې طالب نه یې یو وحشي جوړ کړی ؤ اؤ داسې یو تور نه ؤ پاتې چې په طالبانو یې لګولی نه ؤ.

دطالبانو تیر حکومت دسپورټ اؤ کلتور فعالیتونه په ټپه ولاړ وؤ اؤ په موسیقۍ پکې سخت بندیز ؤ اؤ اوس چې هم افغانستان باندې یو ځل بیا طالبانو خپل واک ټینګ کړی نو هنرمندان ویرې ښایي چې دطالبانو نظام کې به یو ځل بیا په سندرو اؤ نورو هنري فعالیتونو بندیز وي.

دطالبانو دقطر دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین نه په دې وروستیو کې دیوې مرکې به مهال پوښتنه شوې وه چې ایا د دوئ په حکومت کې به په موسیقۍ بندیز وي که نه خو هغه دغې پوښتنې ته په ځواب کې ویلي وؤ چې مونږ به په دې اړه داسلامي تعلیماتو اؤ نورو هغه هیوادونو چې شرعي نظام پکې نافذ وي،پیروي کوؤ.

طالب مشر انس حقاني وایي کله چې په افغانستان کې نوی نظام رامنځته شو نو هیڅ نورې ټاکنې شوې نه وې اؤ وړومبی یې په کرکټ بورډ کې نوې ټاکنه وکړه دا په دې خاطر چې دګډوډۍ مخه ونیول شي.

هغه دعوه وکړه چې دکرکټ بنیاد یا اساس دطالبانو دتیر حکومت په دور کې په افغانستان کې اېښودل شوی ؤ اؤ اوس هم طالبان دریځ لري چې کوم شی داسلام اؤ افغانستان دملي عنعناتو سره په ټکر کې نه وي دوئ دپاره هغې کې هیڅ مشکل نشته.

هغه وایي دکرکټ ملي لوبډلې ته یې روښانه کړې ده چې په تاسو هیڅ جبر نشته چې دطالبانو دخوشحالولو په خاطر دهغوئ صفتونه یا ستاینې وکړئ اؤ خپلې ستونزې پټې کړئ ،بلکې هغوئ ته اجازه ده چې خپل فعالیتونه په ازادۍ سره پرمخ یوسي اؤ‌ دطالبانو خبرې دې یوازې دیوې مشورې په توګه اخلي نه چې دیو امر په توګه یې تعبیر کړي.

طالبانو که هرڅو دکرکټ په اړه خپل نظر روښانه کړی خو لا په جګړه ځپلي هیواد کې دموسیقۍ اؤ هنري فعالیتونو په اړه غلي پاتې دي چې اجازه به ورکړي که نه؟

Recommended

XS
SM
MD
LG