لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راپورونه وايي په کابل کې د امریکا په هوايي بريد کې ملکي وګړي وژل شوي


د امريکې مرکزي کمانډ (سېنټکام) ويلي دغه راپورونه څيړي چې د اتوار/يکشنبې په ورځ (29 اګست) په کابل کې د امریکا په هوايي برید کې يو ګاډي په هدف کړی شوی، ملکي وګړي پکې وژل شوي دي.

د سېنټکام وياند کېپټن بل اربن د اتوار په شپه يو بيان کې ويلي،"مونږ په دغو راپورونو خبر يو چې په کابل کې زمونږ په هوايي بريد کې ملکي وګړي وژل شوي دي".

هغه ويلي امریکا د دې څيړنه کوي او که په بريد کې بې ګناه ملکي وګړي وژل شوي وي دا به د دوی دپاره ډېره د خفګان خبره وي.

د اتوار په ورځ د امریکا هوايي ځواک يو ګاډی په هوايي بريد کې تباه کړی چې د داعش (خراسان) لخوا دغه ګاډی د حامد کرزي هوايي اډې ته ګواښ وو.

اربن په بيان کې ويلي دوی د هوايي بريد څيړنه کوي او دا چې په هوايي اډه دوېم بريد به نورې ډېرې وژنې کولې، دا لا نه ده څرګنده چې په حقيقت کې څه شوي دي او دوی په دغه اړه نورې پلټنې کوي.

د نیويارک ټايمز د خبر ترمخه په ياد هوايي بريد کې د يو ماشوم په ګډون نهه کسان وژل شوي دي.

اېسوسي اېټډ پرېس د دينا محمدي له قوله ويلي، په بريد کې يې د کورنۍ غړي وژل شوي دی، خو هغې په سمدستي توګه د وژل شوو غړو نومونه او عمرونه نه دي ويلي.

يو ضلعي چارواکي کريم ويلي، د بريد وروسته اور لګېدلی او دوی د خلکو په ژغورلو کې د مشکلاتو سره مخ شوي دي.

چرته چې بريد شوی يو تن احمد دين ويلي هغه د بريد د ځای څخه د ماشومانو جسدونه ترلاسه کړي دي.

په کابل کې امریکې دغه هوايي بريد په داسې حال کې کړی چې د تير زيارت/ پنجشنبې په ورځ د کابل په هوايي اډه ځانمرګی بريد شوی وو، نيويارک ټايمز، اېسوسي اېټډ پرېس او افغان پژواک خبري ادارې ویلي وو د کابل په ځانمرګي بريد کې د 170 پورې افغانان او 13 امریکايي سرتيري وژل شوي وو.

دغه بريد په داسې حال کې شوی وو چې په ګڼ شمېر کې خلک د کابل په هوايي اډه راټول شوي چې د ملک څخه بهر ووځي.

د ياد بريد زمه واري داعش ډلې منلې وه او امریکا د دغه بريد د غچ/ بدل اخستو ويلي وو.

وروسته امریکا ويلي په ننګرهار کې يې په بې پايلټه ډرون برید کې د داعش ډلې سره تړاو لرونکی د بريد پلان کوونکی په هدف کړی دی.

او بيا د کابل په هوايي اډه د بل بريد د ګواښ خبرداری ورکړی شوی وو.

سپينې ماڼۍ ويلي د جولايۍ وروسته يې د افغانستان څخه يو لک 20زره کسان ويستلي دي.

د امريکې د افغانستان څخه د خلکو ويستلو وروستۍ نېټه 31 اګست دی.

د امريکې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلينکن د اتوار په ورځ (اې بي سي) خبري ادارې ته ويلي، دا ډېر خطرناک وخت دی او د وړاندې نه غېر معمولي ماموريت دوام لري.

ریپبلکن سېنېټر بن سېس اې بي سي سره په خبرو کې د صدر بايډن په انتظاميه د خلکو د ويستلو په ماموریت نيوکې کړي دي.

سي اېن اېن سره په خبرو کې بلينکن ويلي، 300 امريکايان اوس هم د افغانستان څخه د وتلو په لټه کې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG