لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جوبايډن: په افغانستان کې مو 20 کلن حضور پای ته ورسېد


د امریکې صدر جوبايډن د هغو کمانډرانو، نارینه او مېرمنو مننه کړې چې د افغانستان څخه یې د خطرو سره مخ د 31 اګست د ټاکل شوي پلان سره سم يې د بيرته ستنولو عمل سرته رسولی دی.

په 30 اګست سپينې ماڼۍ په جاري کړي بيان کې د صدر بايډن له قوله ویلی، په تيرو 17 ورځو کې امریکايي ځواکونو د امریکا د هوايي چلند په تاریخ کې تر ټولو زيات يو لک 20زره امریکايان، د اتحاديانو وګړي او افغان همکاران ويستلي دي.

صدر بايډن ويلي په افغانستان کې مو 20 کلن حضور پای ته ورسېد.

نوموړي زياته کړې د نهې په ورځ به امریکايانو ته وېنا وکړي چې ولې يې د 31 اګست نه وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدو موده نه غځوله.

امریکايي صدر ویلي، د بهرنیو چارو وزير ته يې ویلی، چې د نړیوالو همکارانو سره په تماس کې پاتې شي چې هغه امریکايان، افغان همکاران يې او بهرني وګړي چې د افغانستان نه وتل غواړي خوندي لار ورته یقيني کړي.

بايډن زياته کړې د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا د قرارداد ترمخه نړيواله ټولنه د طالبانو نه تمه لري چې پرمخ به ځي او د سفر ازادي به ورکوي.

نوموړي د امريکايانو نه غوښتي چې ماښام يې د درې څيزونو دپاره په دعا کې ملګري شي، يو دا چې امنيتي ځواکونو او سفارتي عملې يې د خطر سره مخ عمليات ترسره کړل، دوېم د رضاکارانو چې د خلکو د ويستلو په مهال يې د خلکو په پېژندنه او په هوايي اډه د لارښوونې په مهال يې د دوی مرسته کړې او درېم يې هغه کسان ياد کړي چې څوک به اوس په امریکا او نړۍ کې د افغان همکارانو په نوو کورونو کې هرکلی وکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

په روژه کې کوم خوراکونه ګټه ور او کوم تاواني دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:48 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG