لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شېخ رشيد: د طالبانو سره يوه مسله لرو چې ټي ټي پي او داعش د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد ونه کاروي


د پاکستان د کورنیو چارو وزير شېخ رشيد وايي، په افغانستان کې يې د طالبانو سره يوه مسله ده او هغه دا چې د افغانستان خاوره تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او داعش د پاکستان پرضد ونه کاروي.

د وي او اې اردو سره په مرکه کې د نوموړي نه پوښتنه شوې چې، د افغانستان په اړه د پاکستان خواهش څه دی؟ په ځواب کې شېخ رشيد وويل، د پاکستان خواهش دا دی او د پاکستان ټول خواهشات پوره کيږي که نه پوره کيږي دا به په راتلونکو ورځو کې مالومه شي خو دوه درې میاشتې ډېرې سختې دي.

هغه وویل راتلونکې پينځه شپږ میاشتې د دې سيمې دپاره ډېرې مهمې دي او طالبان څه فېصله کوي دا فېصله به هغوی کوي خو په راتلونکو لس ، اته ورځو کې به مالومه شي چې هغوی حامد کرزی او عبدالله د ځان سره په حکومت کې اخلي که نه اخلي.

نوموړي زياته کړه د پاکستان زمه واري ډېره سېوا شوې ده د افغانستان امن د پاکستان امن دی او د افغانستان د سولې او ثبات سره د دې سيمې پرمختګ کېدی شي.

هغه وويل د طالبانو حکومت تسليمول يا په رسمیت پېژندل د عمران خان کار دی او د ټولې دنيا سره به یې کوي اوس په دې کومه خبره نه کيږي، خو په دې خبره ضرور سوچ کيږي چې هغوی کومې ژمنې کړي دي هغه پوره کړي.

د نوموړي په وېنا د پاکستان زمه واره خلک د طالبانو سره په رابطه کې دي.

شېخ رشيد ویلي دا اندېښنې شتون لري چې داعش او ټي ټي پي يو ځای نه شي، او د ټي ټي پي په اړه طالبانو زمه واري ورکړې او د داعش سره د طالبانو خپله جګړه ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزير دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې طالبانو په 15 اګست کابل نيولی او هغه وخت داسې ويل شوي چې طالبانو د زندانونو څخه د زرګونو په شمېره کې بنديان خوشي کړي چې پکې د ټي ټي پي او القاعده خلک شامل وو.

وروسته شېخ رشيد په خپله ويلي وو چې ټي ټي پي او داعش د پاکستان سره په پوله د افغانستان د ختيځې صوبې ننګرهار په غرييزه سيمو کې شتون لري.

د شېخ رشيد نه پوښتنه شوې چې طالبان د پاکستان او افغانستان ترمنځ په پوله ازاد تګ راتګ غواړي او تيرو حکومتونو هم دغه غوښتنه کوله؟ هغه په ځواب کې ویلي، په پوله په ازاده د تګ راتګ اجازه نه شي ورکولی اسانتياوې ورکولی شي او که څوک هم تګ راتګ کوي په ويزه به يې کوي.

شېخ رشيد ویلي دغه خبر يې لوستی دی چې په طالبانو په پوله د ازغن تار لرې کولو ویلي دي، خو دغه ازغن تار د پوځ په قربانو لګول شوی دی، سوال نه پېدا کيږي چې دغه ازغن تار لرې شي.

د افغانستان څخه د کډوالو پاکستان ته د راتګ په اړه هغه ویلي تراوسه پورې څوک نه دي راغلي او تراوسه پورې د پاکستان فېصله ده چې کډوال پاکستان ته نه پرېږدي خو په راتلونکې کې به څه کيږي دا به د وخت سره مالومه شي.

شېخ رشید ويلي د افغانستان سره په پوله د پاکستان پوځ په ځای کړی شوی دی او هر ډول تیاري يې نيولې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG