لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

برتانیا: د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژنو خو د اړیکو ورسره ساتلو پلان لرو


اسلام اباد ـــ د پاکستان په سفر راغلي د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب ویلي په افغانستان کې د طالبانو حکومت منل تر وخت وړاندې خبره ده، وایي دا به کتل وي چې طالبان پر خپلو خبرو تر څه حده عمل کوي.

ښاغلی ډومنیک راب وایي طالبانو ته به دا خبره باوري کول وي چې افغانستان به د ترهګرو پټ ځای نه جوړیږي:

"طالبان د حکومت په توګه په رسمیت نه پېژنو (نه تسلیموو) خو دا خبره د ارزښت وړ ګڼو چې له هغوی سره اړیکې وساتو او د خبرو لاره بنده نه کړو".

دوی دا خبره په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره تر لیدنې وروسته ګډې خبري غونډې ته وکړه.

د برتانې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه په افغانستان کې بشري همدردۍ په بنیاد به مرستو ته دوام ورکوي.

په دې موقع د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل که چېرې افغانستان یواځې پرېښودل شو د کورنۍ جګړې ویره ده، وایي پاکستان په افغانستان کې هیڅوک هم پخپله خوښه راوستل نه غوړي:

"د افغان ولس په مرسته د جوړېدونکي حکومت او د سولې په هڅو کې به د طالبانو مرسته کوو".

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب د قطر د سفر وروسته اسلام اباد ته راغلی، دوی به په افغانستان کې مخې ته راتلونکو حالاتو او افغان کډوالو په معامله د وزیراعظم عمران خان او د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره هم ویني.

تېره ورځ د امریکا د ګډو ځواکونو مشر جنرل مارک میلې هم د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره د افغانستان پر حالاتو په ټیلیفون خبرې کړې.

د نړیوالو چارو پوه پروفیسر حسن عسکري له وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وایي د دغو رابطو اصل مقصد په افغانستان کې د حالاتو د بحران څخه بچ کول دي.

ښاغلی عسکري وایي دغه ټول هیوادونه اندېښمن دي که چېرې په افغانستان کې څه حکومت نه جوړیږي او استحکام نه راځي نو د کورنۍ جګړې څخه مخې ته راتلونکو حالاتو بد اغیز به پر ټولو هیوادونو وي:

"یواځې پاکستان نه بلکې د نړې ټول هیوادونه غواړي د افغانستان مځکه دې ترهګر د نورو هیوادونو په ضد ونه کاروي او د دې د پاره به هیوادونو ته په سنجیدګۍ سره د حالاتو جاج اخیستل وي".

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت نوي ویاند عاصم افتخار تېره ورځ د مطبوعاتو سره خبرو کې ویلي وو، پاکستان افغانستان کې د سولې، پرمختګ او استحکام د ګډو مقصدونو تر لاسه کولو د پاره له نړیوالې ټولنې سره په ګډه کار کوي.

د تېر اګست میاشتې په 15مه نېټه چې طالبانو د کابل واک تر لاسه کړ له هغه وروسته نړیواله ټولنه په افغانستان کې د خوراک او طبي سامان د کمي او په لویه کچه د اقتصادي تباهۍ ویرې لري.

نړۍ دا اندېښنه هم لري چې وایي کېدای شي ترهګر د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو په ضد وکاروي او په دې اړه پر پاکستان د رول تر سره کولو دپاره فشار اچول کیږي.

خو د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چودري تېره ورځ د یوه بیان د لارې ویلي وو پر افغان طالبانو اثر لري خو کنټرول پرې نه لري. دوی ویلي وو هڅې کوي چې په افغانستان کې حالات مستحکم شي او کابل هوایي ډګر هم ژر بیرته پرانستل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG