لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې ښځو او سړیو د پاکستان خلاف احتجاج کړی، طالبانو پرې هوایي ډزې او تشدد کړی


واشنګټن ـــ په کابل کې نن بیا سلګونه ښځو او سړیو د پاکستان سفارت مخته احتجاج کړی چې د پاکستان په خلاف یې نعرې وهلې دي. د طالبانو امنیت ساتونکو کسانو د دې احتجاج د مخنیوي لپاره هوایي ډزې کړې او پر ښځو یې د لښتو ګوزارونه کړي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت لا نه دی جوړ شوی خو په دې هېواد کې ښځو په تېره یوه اوونۍ کې پرله پسې احتجاجونه کړي او غواړي چې ښځې په راتلونکي حکومت کې ونډه ولري او د هېواد په ټولو ادارو کې د مخکې غوندې کارونه وکړي.

نن بیا سلګونه ښځې او سړي په کابل کې دوه ځایه را غونډ شوي وو او احتجاج یې کاوه. ښځو احتجاج کوونکو هڅه کوله چې د پاکستان سفارت مخې ته لاړ شي خو امنیت ساتونکو طالبانو یې مخه نیولې ده.

احتجاج کوونکو د پاکستان په خلاف داسې نعرې وهلې "پاکستانه له افغانستانه ووځه" او له دې سره سره یې د نورو نعرو په ګډون د "ازادي ازادي" نعرې هم وهلې.

د پاکستان له سفارت سره سره د کابل ښار په مرکزي برخه کې صدارتي‌ ماڼۍ ته نیژدې د پاکستان په خلاف یوه بله مظاهره هم شوې چې وسلوالو طالبانو د دغو احتجاج کوونکو د سره وېشلو لپاره پر هغوی هوایي ډزې هم کړې دي.

رپوټونه وایي په ډزو کې احتجاج کوونکو ته څه زیان نه دی رسېدلی خو پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ځینو وېډیوګانو کې لیدل کېږي چې طالب وسلوال ښځې په لرګي وهي او شړي یې.

رپوټونه وایي طالبانو ګڼ شمېر هغه خبریالان او کېمره مېنان هم نیولي دي چې دغو احتجاجي مظاهرو ته یې پوښښ یا کورېج ورکاوه.

د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنیسټي انټرنېشنل په کابل کې پر سوله ییزو احتجاج کوونکو او خبریالانو د طالبانو پر تشدد اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په سوله ییزه توګه را غونډېدل او احتجاج کول د هر چا انساني حق دی.

د بشري حقونو لپاره کارکوونکې دې ادارې پر خپله ټویټر پاڼه په یو ټویټ کې له طالبانو غوښتي د خلکو د حقونو درناوی دې وکړي.

په کابل کې دغه احتجاج نن په داسې وخت شوی چې د پاکستان د استخباراتي ادارې ای ایس ای مشر جنرل فیض حمید په تېرو ورځو کې کابل ته تللی او هلته یې د حزبِ اسلامي ګوند له مشر ګلبدین حکمتیار سره او د ځینو رپوټونو له مخې له طالب مشرانو سره د راتلونکي حکومت پر جوړېدو خبرې کړې دي.

بل لور ته پرون د طالبانو په ضد د پنجشېر د وسلوالې جبهې یا محاذ مشر احمد مسعود- وروسته له هغه چې طالبانو د پنجشېر د نیولو دعوه وکړه- پر ټولو افغانانو ږغ وکړ، د طالبانو په خلاف دې پاڅون پیل کړي.

د یادونې وړ ده چې ښځو له تېرې اوونۍ راهیسې د پایتخت کابل په ګډون په هرات او مزار شریف ښارونو کې هم احتجاجونه کړي او د خپلو هغو ټولو حقونو د ژغورنې غوښتنه کوي چې په تېرو شلو کلونو کې دوی ته ورکړل شوي وو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ښځو ته ډاډ ورکړی چې د دوی په راتلونکي حکومت او د هېواد په ټولو ادارو کې به ښځې خپل کردار ولري خو درویشت ورځې کېږي چې طالبانو د افغانستان کنټرول په لاس کې اخیستی او ښځې لا هم خپلو کارونو ته بیرته نه دي ستنې شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG