لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلینکن وایي طالبان دې د افغانانو او بهرنیانو د ایستلو لپاره چارټر الوتکې پرېږدي


واشنګټن ـــ د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اېنټني بلینکن له طالبانو وغوښتل له افغانستانه دې چارټر الوتکو ته د وتلو اجازه ورکړي، ځکه چې د ځینو رپوټونو په وینا په دغو الوتکو کې تلونکي امریکایي وګړي او له خطر سره مخ افغانان د مزار شریف په هوایي ډګر کې بند پاته دي.

اېنټني بلینکن د شورو- چارشنبې په ورځ د جرمني په رېمسټاین پوځي مرکز کې له خپل جرمني سیال هایکو ماس سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، چې طالبان چارټر الوتکو ته اجازه نه ورکوي.

بلینکن وایي طالبان دعوه کوي چې دغه کسان د سفر قانوني اسناد نه لري، نوموړي وغوښتل چې "دغه چارټر الوتکې دې پرېښوول شي چې له افغانستانه روانې شي او موږ به هره ورځ دا ډاډ تر لاسه کوو چې بهر تلونکو ته اجازه ورکړل شي".

د ځینو رپوټونو له مخې امریکایي وګړي او له خطر سره مخ افغانان په مزار شریف ښار کې بند پاته دي او بل لور ته بهر ته د تلونکو پروازونو منتظمین د امریکې پر خارجه وزارت تور لګوي چې وایي د پروازونو لپاره مناسبه هڅه نه کوي.

امریکا له خپلو نړیوالو متحدینو سره پر طالبانو فشار اچوي چې له هېواده بهر تلونکو افغانانو ته په خوندي توګه د وتلو اجازه ورکړي او څوک چې هم پخپله خوښه بهر ځي هغوی ته د ازادانه سفر اسانتیاوې برابرې کړي.

د افغانستان په اړه د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د نېټو عمومي مشر ین سټولټنبرګ وویل، طالبان باید د ترهګرۍ، بشري حقونو او هغو خلکو په اړه خپلې ژمنې پوره کړي چې په خپله خوښه له افغانستانه وتل غواړي.

اېنټني بلینکن او هایکو ماس په دې آنلاین غونډه کې له خپلو اتحادي ډلو سره مذاکرات وکړل چې پکې د طالبانو تر کنټرول وروسته په افغانستان کې د انساني خواخوږۍ په بنیاد له افغانانو سره پر مرستو ټینګار وشو.

د سپینې ماڼۍ له ویاندې جېن ساکي څخه چې د شورو- چارشنبې په ورځ د خبري غونډې په مهال وپوښتل شول، چې د پاته خلکو د را ایستلو لپاره پر طالبانو د فشار لپاره څه کولای شي، نو هغې وویل:

"موږ د الوتکو د پورته کېدو په مخنیوي کې رول نه لرو، موږ هلته پر میدان باندې نه یو".

د طالبانو ویاند او د نوې کابینې له مخې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال وزیر ذبیح الله مجاهد دوې ورځې وړاندې پخپله خبري غونډه کې ویلي وو، هغو خلکو ته به له هېواده د وتلو اجازه ور نه کړي چې قانوني اسناد نه لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG