لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پر سوشل مېډیا د طالبانو د جبري جامو خلاف کمپېن: "زما له جامو سره کار مه لره"


واشنګټن ـــ افغانو ښځو پر سوشل مېډیا د هغو جامو په ضد کمپېن پیل کړی چې د طالبانو په ملاتړ سلګونو ښځو څو ورځې وړاندې په کابل کې اغوستې وې او له سره تر پښو پکې پټې وې. دغه کمپېن ته د "زما له جامو سره کار مه لره" نوم ورکړل شوی دی.

افغانې ښځې پر سوشل مېډیا د خپلو کلتوري جامو عکسونه خپروي او وایي طالبانو ښځو ته داسې جامې ورکړې وې چې د افغانستان کلتور نه دی.

دا آنلاین کمپېن هغه وخت پیل شو، چې سلګونو ښځو تېره اوونۍ د طالبانو په ملاتړ په کابل کې په داسې جامو کې لاریون وکړ، چې له سره تر پښو پکې پټې وې، مخونه او لاسونه یې هم نه ښکارېدل.

افغانې ټولنیزې فعالې وایي د طالبانو په ملاتړ لاریون کې د ښځو جامې د افغان کلتور استازیتوب نه کوي. په فرانس کې مېشته افغانه خبریاله صوفیه صدیقي وایي:

"چادري یا د ښځو مخ پټول د افغان کلتور برخه نه ده. د ډېرو نورو ښځو غوندې زه هم د دې احتجاج برخه شوم او د خپلو کلتوري جامو عکس مې پوسټ کړ چې د افغانستان د کلتور او د افغانو ښځو د جامو استازیتوب کوي".

افغانې فعالانې وایي ښځې چې اوس د طالبانو تر واک لاندې ژوند کوي، باید دا ازادي ولري چې دوی څه ډول جامې اغوندي. په کابل کې مېشته د ښځو د حقونو فعالې وږمې کوهستانۍ وي او اې افغان څانګې ته وویل:

"زما په نظر، پر ښځو باید جبر ونه شي چې څه ډول جامې اغوندي،‌ خصوصاً په افغانستان کې چې ټول خلک یې مسلمانان دي او هر څوک پوهېږي چې له خپلو اسلامي،‌ کلتوري او ټولنیزو ارزښتونو سره برابرې جامې واغوندي".

خو ځینې افغانان وایي په نورو هېوادونو کې مېشت افغانان باید نورو هغو ستونځو ته توجه وکړي چې ښځې ورسره په افغانستان کې مخ دي. په امریکا کې اوسېدونکې افغانه فعاله سویتا انوري وایي:

"پر سوشل مېډیا روان کمپېن- چې ښځې باید څه ډول کالي واغوندي- یو مثبت ګام دی، خو په دې حساس وخت کې باید مهمو مسایلو ته لکه د ښځو کار، تعلیم، په سیاست کې برخې اخیستلو او په تېرو دوو لسیزو کې د دوی د لاسته راوړنو ژغورلو ته لومړیتوب ورکړل سي".

دیني عالمان هم د طالبانو له خوا د ښځو د جامو جبري کول سختدریځي او افراطیت ګڼي. په امریکا کې مېشت دیني عالم مفتي اختر اورکزی وایي جامه د هر وطن له موسم سره کار لري نه له عقیدې سره:

"سوال دا دی چې آیا اسلام د لباس دپاره څه هیئت متعین کړی دی که نه، نو موږ ګورو چې په قرآن او حدیث کې نه د ښځې او نه د نر دپاره څه خاص لباس ټاکل شوی دی".

افغانې ښځې نه یواځې په هېواد کې دننه بلکې په نورو هېوادونو کې هم د طالبانو د هغو بندیزونو په خلاف احتجاجونه کوي چې پر ښځو یې لګولي دي او نه یواځې یې ښځې له کاره را ګرځولې دي‌ بلکې پخپل حکومت کې یې هم برخه نه ده ورکړې.

طالبانو د اګست پر پینځلسمه وروسته له هغه د ټول افغانستان واک په لاس کې واخیست چې د اشرف غني په مشرۍ حکومت ړنګ شو او امریکایي ځواکونه له دې هېواده ووتله.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG