لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبانو دعوه کړې په افغانستان کې القاعده او داعش نشته


طالبانو ويلي دغه بې بنياده پروپېګنډه ده او د امریکې دا اندېښنې ردوي چې ګنې القاعده او داعش په افغانستان کې شتون لري.

د طالبانو وياند دغه خبره پرون د شورو/چهارشنبې په ورځ (21 ستمبر) په خبري غونډه کې په داسې حال کې کړې چې د تيرې اوونۍ په وروستيو کې داعش په ننګرهار کې په طالبانو د بريدونو زمه واري منلې وه.

هم په وروستيو کې امریکايي استخباراتي چارواکو هم خبرداری ورکړی چې کله طالبانو افغانستان نيولی القاعده او داعش بيرته افغانستان ته ټولیږي.

طالب وياند په ننګرهار کې د بريدونو غندنه کړې خو ويلي يې دي داعش ورته کومه خطره نه ده.

هغه ويلي، تاسو به په خپله ووينئ دا به وروستی برید وي چې کړی يې دی له دې ورووسته به دوی د دې جوګه نه وي چې په راتلونکې کې يې هم وکړي.

ذبيح الله مجاهد دا هم ويلي په افغانستان کې چې د داعش خراسان په نوم کوم وسله وال فعاله دي دوی په شام او عراق کې د جنګېدونکو سره اړيکې نه لري.

هغه زياته کړې په افغانستان کې داعش وجود نه لري خو دا ممکن ده چې ځينې خلکو په افغانستان کې د داعش فکر يا خيال خپل کړی وي کوم چې په افغانستان کې نه دی مشهور شوی.

داعش تیره میاشت په کابل هوايي اډه د امریکا د وتلو په حال کې ځانمرګی بريد کړی چې پکې 13 امریکايي سرتيري او نزدې 170 افغانان پکې وژل شوي وو.

د امریکې مرکزي استخباراتي ادارې مرستیال ډايريکټر ډېوډ کوهن تيره اوونۍ ويلي وو امریکې په افغانستان کې داسې اشارې ليدلي دي چې القاعده په افغانستان کې هلې ځلې کوي.

هغه ویلي دا لومړۍ ورځې دي خو القاعده په افغانستان کې په يو کال کې بيا رايو ځای کېدی شي او دوی پرې ژور نظر ساتي.

خو ذبيح الله دغه دعوې رد کړي دي.

هغه ويلي د بهرنيو تندلارو يا په افغانستان کې د موجودو عناصرو د القاعده سره د اړيکو خبره سمه نه ده او دا يواځې پروپېګنډه کولی شي دوی ته په افغانستان کې داسې څه نه دي ښکاره شوي چې اړيکې يې د القاعده سره وي.

هغه زياته کړې چې د نړۍ او امریکا سره یې وعده کړې چې دوی به د افغانستان خاوره د چا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

تيره میاشت چې په کابل کې د امریکې ملاتړی حکومت ختم شوی له دغې وروسته په طالبانو فشار دی چې د ترهګرۍ پرضد ښکاره څرګندونې وکړي او القاعده سره اړیکې قطع کړي، په 11 ستمبر 2001 چې په امریکا کې بريدونه کېده هغه وخت په افغانستان کې د طالبانو حکومت وو.

په امریکا کې د بريدونو وروسته امريکا او غربي اتحاد د طالبانو نه غوښتي وو چې په امریکا کې بريد کوونکي د القاعده پلان جوړونکي ورته وسپاري او طالبانو انکار کړی او بيا د طالبانو حکومت ختم کړی شوی وو.

طالبانو د امریکا او نېټو اتحاد د افغانستان څخه وتلو وروسته بيا افغانستان نيولی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG