لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړۍ له طالبانو ټولشموله حکومت غواړي خو طالبان څه کوي؟


واشنګټن ـــ د افغانستان روان کړکېچ که يو خوا نړۍ د اندېښنو سره مخ کړې او د حکمران طالبانو نه د ټولشموله حکومت جوړولو، د ښځو او لږکيو ډلو د حقونو خونديتوب، د ترهګرو ډلو سره اړيکې پرېکول او يو جمهوري نظام ته بيرته په لږ وخت کې د تللو غوښتنه کوي بلخوا ښکاري طالبان په حکومتي نظام کې د خپلې خوښې بدلون راولي چې کېدلی شي ډېره نړۍ يې ورسره ونه مني.

په کابل کې د طالبانو د حکومت مشر ملا حسن رحماني سره د شورو لا چهارشنبې په ورځ په وړومبي ځل د افغانستان د ګاونډي هېوادونو د افغانستان د پاره د پاکستان خصوصي استازي صادق خان، د چين خصوصي استازي وي زيانګ او د روس خصوصي استازي ضمير کابلوف مخامخ ليدلي خو د ملاقات په اړه نور تفصيل نه دی ورکړل شوی.

د ملاقات په حواله د طالبانو يو چارواکي احمد الله متقي په خپله ټوېټر پاڼه پخلی کړی خو په ملاقات کې په کومو مسلو بحث شوی دا تفصيل يې نه دی ورکړی.

البته د طالبانو چارواکو د خولې مېډيا رپورټ کړي ملا حسن رحماني د پاکستان خصوصي استازي صادق خان ته ويلي عمران خان ته دې د هغه پيغام ور ورسوي بايد حکومت دې يې داسې ګامونه واخلي چې عام افغانان او تاجران په تورخم او چمن بندرونو نه ځورول کيږي او د ستونځو سره نه مخ کيږي.

څېړونکي وايي ملا حسن رحماني غوښتنه په داسې وخت کې کړې چې د پاکستان وزير اعظم عمران خان ويلي اسلام اباد په افغانستان کې د ټولشموله حکومت په جوړولو د طالبانو سره په رابطه کې دی او زياته کړې يې ده چې که طالبان ټولو ته قبول حکومت جوړ نه کړي نو د کورنۍ جګړې سره به مخ شي.

طالبانو په وروستيو کې په اعلان شوي نګران حکومت کې څه نور خلک د معاون په توګه په وزارتونو کې ګومارلي چې پکې کاروباريان خلک هم شته خو لا تر اوسه يې يوه ښځه هم په وزارت کې په کومه مهمه څوکۍ نه ده ګومارلې.

د شيعه هزاره لږکۍ ډلې يو تن يې د صحت د وزير معاون ټاکلی چې د څېړونکو په وينا داسې ګومارنې د نړۍ د اطمینان سوب نه شي جوړېدلی ځکه طالبان د کار استعداد لرونکو افغانانو په ځای يواځې خپل پلويان په څوکیو کښېنوي چې يو غټ مثال يې د کابل پوهنتون پروفيسر ډاکټر عثمان بابري چې د هند، روس او جرمني نه لوړې زده کړې او ډاکټريټ لري په ځای د بېچلر لا څوارلسم پورې د سکول تعليم لري او تر ډېره د ديني مدرسو نه فارغ يو کم عمره او بې تجربې تن اشرف غيرت د وايس چانسلر په عهده ټاکلی دی.

د اشرف غيرت زاړه ټويټس او د فېسبوک پوسټونه خلکو خواره کړي چې اشرف غيرت پکې ويلي د ډېری اربکیانو د وژلو د اجير ژورنالېسټ وژنه ډېره مهمه ده.

په يو عکس کې ښاغلی غيرت ليدل کيږي چې د ډاکټر بابري نه د څوکۍ واک تر لاسه کوي نو په کرسۍ کې ناست ښودل کيږي چې په علم، تجربه او عمر مشر ډاکټر ورته په احترام ولاړ ښکاري.

د چين، روس او پاکستان د استازو په حواله هم څه تفصيل نه دی خور شوی خو د خبرونو د مخې درېواړه هېوادونه که د طالبانو حکومت په رسميت نه پېژني هم خو په څه نه څه رنګ کې ورسره سفارتي اړيکې ساتل غواړي او ځکه يې خپل سفارتونه په کابل کې نه دي تړلي.

د طالبانو په واک کې د جینکو سکولونه تړل شوي او په خاصه توګه د پوهنځیو او پوهنتونونو جینکو ته د تعليم حصول ودرول شوي چې د طالبانو د کابل وياند ذبيح الله مجاهد ژمنه کوي ډېر ژر به دوی ته تعليمي ادارو ته د تللو اجازت ورکړل شي.

خو د بلې خوا د طالبانو د دوحه دفتر وياند ډاکټر نعيم ويلي نړۍ ته دومره د ښځو غم ولې ور په سر دی ايا که ښځه په وزارت لا کومه مهمه څوکۍ نه وي نو حقونه به يې ګنې خوندي نه وي؟

طالبان چې د مالي مشکلاتو سره مخ دي په پلان کې لري څنګه جينکۍ په يو خاص لباس کې پټې تعليمي ادارو ته ولېږي او څنګه ورته د هلکانو نه بېل صنفونه برابر کړل شي.

په کابل کې په يو شخصي پوهنتون کې چې کله طالبانو جينکو ته د زدکړو اجازت ورکړو نو د سر نه تر پښو پورې يې په تور لباس کې پټې کړې وې چې افغانانو او د نړۍ نورو ډېرو مشرانو پرې نيوکې وکړې او ياد لباس يې د ښځو سپکاوی او د نرواکۍ يو بد مثال وباله.

طالبانو د نړۍ سره د اړيکو جوړولو هڅې پيل کړي او د دې د پاره يې د خپل وياند سهېل شاهين نوم ملګرو ملتونو ته د استازيتوب د پاره لېږلی او غوښتي يې دي په روانه عمومي غونډه کې دې ورته د افغانستان د نماينده په توګه د ګډون او وينا موقع ورکړل شي چې د ملګرو ملتونو د خوا پرې لا کومه تبصره نه ده شوې.

د ملګرو ملتونو، امريکې او يو شمېر نورو هېوادونو مشرانو او استخباراتي ادارو خبرداری ورکړی د طالبانو او نورو وسله والو ډلو چې ډېری يې ترهګر ګرځول شوي اړيکې په خپل ځای دي چې د طالبانو په رسميت پېژندلو کې يو غټ خنډ بلل کيږي.

په افغانستان کې د طالبانو د واک نه وروسته په پاکستان کې په امنيتي ځواکونو د پاکستاني طالبانو د خوا مرګوني بريدونه سېوا شوي چې په غبرګون کې د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي دا بريدونه ښايي د دواړو غاړو طالبان د يو بل ډاډ او ملاتړي وي.

روس هم يواځې د چيچنيا او داغستان د مسلمانانو د ازادۍ د تحريک نه انديښمن دی بلکې د داعش د خورېدو ويره هم لري او نه غواړي د طالبانو په افغانستان کې يو ځل بيا هغه وسله وال او بمي چاودنې کوونکي سر راوچت کړي لکه څنګه چې چين طالبان د ويغور مسلمانانو د ازادۍ د تحريک د مرستو نه لرې ساتل غواړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG