لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د پاکستان او افغانستان سوداګري راکمه شوې ده، سوداګر وايي


د افغانستان او پاکستان سوداګر وايي په افغانستان کې چې طالبان په واک کې راغلي دي، د پاکستان نه افغانستان ته سوداګري ډېره راکمه شوې ده او که د دواړو هېوادونو په کچه دې ته پام ونه کړی شو دا سوداګري به نوره راکمه شي.

د پاکستان او افغانستان د ګډ چېمبر مشر خان جان الکوزی وايي د طالبانو د راتګ سره په افغانستان کې سوداګري او کاروبار ټيټ شوی او مشکلات زیات شوي دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، په اول سر کې د افغانستان بندرونه بند وو البته د پاکستان سره یې سوداګري روانه وه خو د پاکستان نه ټرانزټ تجارت کم شوی دی، خو بل لور ته د افغانستان نه مېوه او سبزيانې پاکستان ته تلل سېوا شوي دي.

الکوزي وويل د پاکستان او نورې نړۍ نه د افغانستان سره سوداګري نه کيږي او علت يې د بېنکونو تړل او د ډالرو نشتوالی دی، دغه کار تجارت راټيټ کړی او په ځانګړي ډول د پاکستان او مرکزي اسيا سره يې سوداګري ډېره اغېزمنه کړې ده.

نوموړي زياته کړه د پاکستان سره ورته په سوداګرۍ کې دا مشکلات بيا ډېر سېوا شوي دي سوداګرو ته وېزې نه ورکول کيږي او که ورکول کيږي په هغو ډېرې پېسې راځي پاکستان پولې ډېرې کلکې کړي دي، باوجود د دې چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان او پارليمان د ستونزو کمولو هم ويلي دي.

هغه وويل په پاکستان کې نزدې درې څلور لکه تجاران لرو د دوی د هغو سره سوداګري ورځ تر بلې نوره کميږي.

د خان جان الکوزي په خبره که دواړو حکومتونه تجارتي ستونزې هوارې نه کړي نو دا به په راتلونکې کې په تجارت ډېرې ناوړه اغېزې وکړي.

په پاکستان کې د سرکاري شمېرو ترمخه د کال 2021 د ستمبر په مياشت کې افغانستان ته د کارګو يا سامانونو لېږلو کار 73 فيصده کم شوی وو او د تير کال ستمبر په پرتله د 15زره 846 کنټېرو نه 4212 کنټنېرو ته راټيټ شوی دی.

د شمېرو ترمخه تير کال د ستمبر په مياشت کې د پاکستان نه افغانستان ته 44 کروړه ډالره او سږ کال په دې مياشت کې يواځې 13 کروړه ډالره تجارت شوی دی.

اقتصاد پوهان وايي چې د دواړو هېوادونو ترمنځه د غېر يقيني حالاتو له امله د پاکستان څخه افغانستان ته تجارت نه کيږي او د هغې له وجې په خېبرپښتونخوا کې په روزګار او صنعتي پېداوار منفي اغېزې شوي دي.

د خېبرپښتونخوا د چېمبر اف کامرس پخوانی مشر او افغانستان ته تجارت کوونکی سوداګر شاهد حسېن وايي، افغانستان ته يواځې خوراکي توکي، پټرول او ګېس لېږل کيږي او نور تجارت تر ډېره حده ودرېدلی دی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د غېر يقيني حالاتو له امله او په افغانستان کې د بېنکونو د بندېدو او د پېسو د انتقال د نشتوالي له کبله تجارت ډېر اغېزمن شوی دی.

نوموړي زياته کړه د دې سره په خېبرپښتونخوا کې روزګارونه هم خراب شوي او په کارخانو کې 75فيصده پېداوار متاثره شوی دی.

د پاکستان حکومت تير کال د افغانستان سره ټرانزټي تجارت په ځای کړی وو او د کنټېنرو په تګ راتګ کې تير کال د اپرېل په مياشت کې 169فيصده افاضه شوې وه او د هغې وروسته بيا د جولايۍ په مياشت کې ټرانزټي تجارت 60فيصده زيات شوی وو.

د افغانستان سره د پاکستان سوداګري په داسې حال کې راکمه شوې چې په 15 اګست طالبانو کابل او د افغانستان زياتې برخې په خپل واک کې اخستي دي.

د تيرو څو کلونو راهسې چې د پاکستان او افغانستان تجارت مخ په ټيټه روان وو، د سوداګرو په وېنا د تير کال راهسې دغه تجارت يو څه ښه شوی خو د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته دغه سوداګري ډېره زياته راکمه شوې ده.

پاکستاني چارواکي او په واک کې د راتلو وروسته طالبانو هم ويلي هڅې کوي چې د دوه اړخيزه تجارت ښه کولو دپاره ګامونه پورته کړي، خو پوهان وايي دا سوداګري به په بشپړ ډول هغه وخت ښه کيږي چې د سوداګرۍ دپاره اړينې ټولې زمينې برابرې کړی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG