لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

قطر: طالبانو له امریکايي پلاوي غوښتي د افغانستان کنګل کړې پیسې دې ازادې کړي


واشنګټن ـــ طالبانو په افغانستان کې تر دویم ځل حکومت جوړولو وروسته په لومړي ځل په قطر کې له امریکایي چارواکو سره مخامخ دوې ورځنۍ خبرې پیل کړې دي او له امریکایي پلاوي یې غوښتي چې د افغانستان بېنک کنګل کړې پیسې خلاصې کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو نګران وزیر امیر خان متقي- چې د خپل پلاوي مشري کوي- وایي امریکایي پلاوي د خبرو په لومړۍ ناسته ورسره ژمنه وکړه چې له ناورین ځپلي ملت سره به یې بشري مرستې روانې ساتي او د کورونا وایرس وېکسین به ورکوي.

په یوه ږغیز پیغام کې چې طالبانو له خبریالانو سره شریک کړی، متقي ویلي دوی د دواړو اړخونو تر منځ د "نوي باب پر پرانیستلو" خبرې وکړې:

"په خبرو کې له یو بل سره د برابرۍ پر بنیاد د ښو مثبتو اړیکو جوړولو ته پر اړتیا ټینګار وشو. دا چې افغانستان له سختو حالاتو سره مخ دی نو موږ د افغانستان د مالي شتمنۍ پر ازادولو ټینګار وکړ".

امریکې وروسته له هغه چې طالبانو د اګست پر پینځلسمه د کابل کنټرول په لاس کې واخیست د افغانستان بېنک شاوخوا نهه اربه ډالره پخپلو بېنکونو کې کنګل کړې.

نړیوال بېنک او د پیسو نړیوالې ادارې (ای ایم ایف) هم د طالبانو په واکمنۍ کې د بشري حقونو پر سر د اندېښنو له کبله د افغانستان پرمختیایي مرستې درولې دي.

امیر خان متقي د افغانستان باختر خبري ایجنسۍ ته ویلي، امریکایي پلاوي ته یې ښکاره ویلي دي چې د دوی د حکومت د ناارامه کولو هڅې د هیچا لپاره هم ښې نه دي:

"له افغانستان سره ښې اړیکې د هر چا لپاره ښې دي، په افغانستان کې موجوده حکومت باید کمزوری نه کړل شي چې دا خلکو ته ستونځې جوړولای شي".

امریکایي چارواکو له طالبانو سره د لیدو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي، خو د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د جمعې په ورځ‌ ویلي‌ وو چې له طالبانو سره د هغوی د حکومت د تسلیمولو یا په رسمیت پېژندلو لپاره نه ویني بلکې د امریکې د ملي ګټو پر مسایلو د عملي خبرو دوام دی.

امریکایي چارواکي وایي د دوی پلاوی به پر طالبانو ټینګار کوي چې په افغانستان کې پاته امریکایي ښهریانو او د دوی افغان متحدینو او مرسته کوونکو ته په خوندي توګه له دې هېواده د وتلو لار ورکړي.

د طالبانو دغه اعلی پلاوی په داسې وخت کې قطر ته تللی چې وړمه ورځ په کندوز کې د شیعه مسلمانانو پر یو جومات خونړی ځانمرګی برید وشو او په نتیجه کې یې شاوخوا 50 تنه و وژل شوی او شاوخوا یونیم سل پکې ټپیان شول. داعش خراسان ډلې د دې برید ذمه واري پر غاړه واخیسته.

د طالبانو پلاوی به په دوحه کې د یورپي اتحاد له استازو سره هم ویني. د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر ټویټر لیکلي چې د طالبانو پلاوي پرون د قطر د وزیراعظم له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر سره هم لیدلي دي.

بلخي وایي د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آلثاني قطر ته د افغان هيئت پر ورتګ او له نړيوالو سره په لیدو خوښي څرګنده کړې او ډاډ يې ورکړی چې "قطر هيواد له افغانستان سره همکاريو ته آماده دی".

د طالبانو او امریکې پلاوی به د دوحې د تړون پر عملي کولو هم خبرې کوي. امریکایي چارواکي وایي‌ له طالبانو به غواړي‌ چې د افغانستان خاوره د القاعده او نورو ترهګرو ډلو په پناه ځای بدله نه شي.

XS
SM
MD
LG