لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مشهور افغان مدني فعال عبدالرحمن معاون په جلال اباد کې وژل شوی


واشنګټن ـــ د افغانستان د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې نن ماسپښین مشهور مدني فعال عبدالرحمن معاون ناپېژاندو وسلوالو کسانو په ډزو وژلی دی. د وژنې ذمه واري یې چا نه ده منلې.

د وژل شوي مدني فعال ورور شاه اسلام وایي‌ معاون په «چهل مترۍ» سيمه کې له خپلو دوو زامنو سره په خپل موټر کې روان وو، وایي په يوه رکشه کې سپرو وسلوالو ورباندې ډزې وکړې او تر ټپي کېدو وروسته یې ساه ورکړه.

کورنۍ یې وایي چې دوی له هیچا سره شخصي دښمني نه لري. د معاون زوی جاوید په جلال اباد کې د طالبانو له امنیتي چارواکو غوښتي چې د پلار قاتلیان یې ونیسي او په سزا یې ورسوي.

د افغانستان د ځوانانو د ملي یووالي د ټولنې ویاند ببرک ساحل اسوسیېټیډ پریس ته ویلي، دا پېښه د طالبانو یوې پولیس تاڼې ته د سل کیلومیټره په فاصله باندې شوې ده. ساحل وایي:

"موږ حیران یو، تېر نظام خو په دوی [طالبانو] دا دعوه کوله چې دوی دا خلک وژني، نو اوس یې څوک وژني؟".

عبدالرحمن معاون د ځوانانو د ملي يووالي په نوم ټولنې مرستيال او د ننګرهار ولايت له مشهورو مدني فعالانو څخه وو. هغه د تېر جمهوري نظام په وخت کې ډېر کله پر حکومت نیوکې کولې او د اصلاح غوښتونکی وو.

د معاون د وژنې ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

په ننګرهار کې د طالبانو د والي دفتر او یا هم د طالبانو مرکزي ویاند تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG