لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان د طالبانو او پښتنو په اړه د تضاداتو ډک بيانونه کوي، د څيړونکو نظر


پښتانه سياستوال او څيړونکي د پاکستان د وزيراعظم عمران خان بيانونه د تضاد ګڼي چې يو لور ته په افغانستان کې د طالبانو د حکومت دپاره په نړيواله کچه پروپېګنډا کوي چې په رسميت يې و پېژني او بل لور ته بيا پښتانه د طالبانو خواخوږي ګڼي چې د پاکستان په رياست يې بريدونه کړي دي.

د پاکستان وزير اعظم عمران خان د ملګري ملتونو غونډې او بيا بېلابيلو رسنیو سره په خبرو کې په ډاګه ويلي چې د ډېورنډ د پولې دواړو غاړو ته پښتانه د مذهب په بنياد نه بلکې د قوميت په بنياد د طالبانو سره خواخوږي لري، او د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو د دغه قوميت په بنياد ملګرتيا کوي.

په وروستيو کې يوې برتانوي انلاين خبري ادارې سره په مرکه کې د تحریک طالبان پاکستان په اړه پوښتنې ته په ځواب کې عمران خان ويلي وو،

"ټي ټي پي څه وه؟ ټي ټي پي پاکستان لور ته پښتانه وو، طالبان د پښتنو غورځنګ دی په افغانستان کې د 45 نه تر 50 فيصده پورې پښتانه دي، د ډېورنډ دې اړخ پاکستان لوري ته پښتانه دوه هومره يا دوه چنده زيات دي او د قبايلي علاقې دواړو غاړو ته پښتانه مېشت دي چرته چې په حقيقت کې کومه پوله نه وه او ډيورنډ لاين دوی کله هم نه ده منلی دوی به په ډېورنډ په ازاده تګ راتګ کولو مونږ هلته ازغن تار ولګولو مخکې داسې نه وه".

هغه ويلي "کله چې امریکا په افغانستان حمله وکړه طالبان يې لرې کړه د پولې د دې اړخ پښتانه د پولې د پورې غاړې پښتنو سره پوره خواخوږي جوړ شو، د مذهب له وجې نه، بلکې د پښتونولۍ او قوميت په بنياد، کومه چې ډېره کلکه ده. او کله چې مونږ (پاکستان) د امریکا اتحادي جوړ شو نو دوی (پښتانه) زمونږ مخالفه شو، دوی مونږ ته د امریکا ملګري وويل او د پاکستان په رياست یې بريدونه پېل کړه او ځان ته یې پاکستاني طالبان ويل پېل کړه، کوم چې زمونږ په اتحاد کې د شاملېدو نه وړاندې دلته نه وو".

خو د سياسي چارو کاروپوهان وايي چې عمران خان او د کابينې غړي يې بيا د افغان طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په نړۍ کې په رسميت پيژندلو د پاره پروپېګنډا کوي او په خپلو بيانونو او بهر هېوادونو د سفر په مهال ليدل کيږي چې غواړي نور هېوادونه د افغان طالبانو حکومت په رسميت وپيژني.

پښتنه ملت پاله سياستواله بشرا ګوهر وايي پاکستاني طالبانو عمران خان يو وخت کې د مزاکراتو د پاره خپل غړی ټاکلې وو او س د وسله والو ډلو نه پښتون قامپرستان جوړوي کومو چې تر ټولو زيات پښتانه ملتپاله وژلي دي.

بشرا ګوهر وويل پاکستان تل د افغان طالبانو مرسته کړې او اوس غواړي چې په نړيوال کچ د دوي حکومت هم تسليم شي.

د مردان د عبدالولي خان پوهنتون د نړیوالو اړيکو د زده کړو د څانګې استاز پروفېسر عبدالشکور خان وايي، عمران خان د پاکستاني طالبانو تحریک ته د پښتنو تحریک وايي خو دغه دعوه يې غلطه ده ځکه چې په پاکستاني طالبانو يا ټي ټي پي کې يواځې پښتانه نه بلکې د پنجاب طالبان او نورو ژبو ويونکي هم پکې شامل دي.

عبدالشکور خان وايي هغه هم مني چې په طالبانو کې به پښتانه ډېر وي خو دا د قوميت په بنیاد نه دي او نه يې د يو قوم سره تړل سمه خبره ده.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان څو ځله د پښتنو په اړه دغه ډول بيانونه ورکړل چې ورته پښتنو ملت پالو سخت غبرګون ويلی او د عمران خان په کابينه کې شاملو پښتنو وزیرانو او د هغه په مشيرانو يې نيوکې کړې چې ولې عمران خان په حقيقت نه خبروي.

د عمران خان دعوې نه يواځې پښتنو ملت پالو رد کړي بلکې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي‌ پي) هم د هغه دغه دعوه رد کړې ده چې ګنې ټي ټي پي د پښتنو تحریک دی.

طالبانو ویلي چې تحریک طالبان پاکستان په ګرد پاکستان کې د شرعي نظام غوښتونکې ډله ده چې د قامي او ژبني تړاو سره کار نه لري او د تحریک اکثریت او مشران يې پښتانه دي خو دا تحریک د خېبر نه تر کراچۍ د ټولو پاکستانیانو تحریک دی چې پکې بلوڅ،پنجابیان،سندهیان او نور هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG