لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بابر بلوڅ: که له افغانانو سره مرسته ونه شي د ژمي په را رسېدو به حالات نور خراب شي


واشنګټن ـــ د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره یو این ایچ سي آر وایي دا مهال په افغانستان کې تر درې میلینه (دېرش لکه) زیات کسان له خپلو کورونو بې ځایه دي، وایي یواځې اووه لکه کسان په روان 2021م کال کې له خپلو کورونو د ناامنۍ، غربت او نورو سببونو له کبله کډه شوې دي.

ملګرو ملتونو خبرداری کړی که له افغانستان سره بېړنۍ مرسته ونه شي، د دې هېواد اقتصاد تباه کېدای او هلته د ژمي په راتګ سره بشري ناورین پېښېدای شي. کابل ته تللي د یو این ایچ سي آر ویاند بابر بلوڅ وي او اې ډیوه ته په ځانګړو خبرو کې وویل:

"افغانان یو خو له جګړې سره مخامخ وو،‌ بیا وچکالي وه اوس ژمی را روان دی، دلته د شپې درجه حرارت صفر ته هم تلای شي او پر مخ دوی ته زیاتې ستونځې پېښېدای شي. په دوی کې ماشومان دي ښځې دي، نو زموږ غوښتنه دا ده له دوی سره دې هغه مرستې وشي چې دوی یې حق لري".

د طالبانو له واکمنۍ سره که یوې خواته اوس هم له افغانستانه څنګلوریو هېوادونو، یورپ او امریکې ته د خلکو د کډه کېدو لړۍ روانه ده خو بلې خواته په دې هېواد کې دننه هم نه یواځې خلک بې کورۍ او وچکالۍ ځپلي بلکې ګرانۍ او اقتصادي ستونځو یې هم ژوند له خطر سره مخ کړی دی.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې په تېرو دوو ورځو کې پر زرګونو کورنیو خوراکي مواد، شړۍ، د ورځني ژوند د اړتیا وړ شیان او نغدې پیسې وېشلې دي. یوه افغان مېرمن بي بي پښتنه چې دا مرستې یې تر لاسه کړې دي وايي:

"دا شیان موږ واخیستل خو موږ په دې باندې ژمی نه شو تېرول، ژمی سخت دی، موږ نور بندوبست نه لرو، الله مو شته بل هیڅ مو نه شته، باید له موږ سره نور کومکونه وشي".

په تېره یوه نیمه میاشت کې پاکستان، ایران، ترکي، اربکستان، بحرین، قطر، چین او ځینو نورو هېوادونو له افغانستان سره د خوراکي او طبي موادو او نغدې مرسته کړې ده.

د کډوالو نړیوال سازمان هم په غزني، کندوز او پروان کې له شاوخوا لس زره کورنیو سره مرسته کړې ده. کابل ته تللې د دې سازمان ویانده صفا مسیحلي رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي:

"موږ دا ارزونه کوو چې د بې ځایه شویو او همدارنګه پخپلو سیمو کې د مېشتو خلکو اړتیاوې معلومې کړو، بیا له دوی سره د غیرخوراکي او خوراکي دواړو موادو مرسته کوو. زموږ له خوا د کورني بې ځایه شویو او له ګاونډیو هېوادونو د را ستنېدونکو افغان کډوالو ارزونه او د دوی مرسته تل روانه وي".

طالبانو امریکې او نورو هیوادونو ته خبرداری ورکړ چې د بندیزونو له لارې د هغوی د حکومت د کمزوري کولو هڅه به پر نړیوال امنیت اغېز وکړي او کېدای شي د زیاتو خلکو د کډوالۍ سبب شي. امیر خان متقي وایي:

"که په افغانستان کې ثبات [ارام] نه وي‌ تاسې څه فکر کوئ چې د مهاجرینو څومره لویه جوپه به په اروپا باندې ور ماته شي آیا دا د اروپا په ګټه ده؟ خو نه ده، څوک چې اروپا ته افغانان بیایي هغوی ته زموږ پیشنهاد [وړاندیز] دا دی چې تاسې په یوه کس کوم مصرف کوئ په هغه مصرف په افغانستان کې د لسو کسانو ژوند ښه کولای شي".

امیر خان متقي وایي که په افغانستان کې دننه له افغانانو سره مرسته وشي دا به د نړیوالو هم په ګټه وي او د افغانانو به هم په ګټه وي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شېخ محمد بن عبدالرحمان الثاني پرون وویل د افغانستان یواځې پرېښوولو مطلب به افغانانو ته د ناکړي جرم سزا ورکول وي:

"تر څو چې د افغانستان په نوم هېواد شته او هلته افغان ولس اوسېږي، موږ باید له داسې حالاتو سره ځانونه جوړ کړو. هلته پر واکمن حکومت برسېره موږ ته پکار ده داسې لاره ولټوو چې دا هېواد پرې نه ږدو".

د اکتوبر پر دوولسمه د شتمنو هېوادونو د تنظیم جي ټوېڼي حکومتونه پر دې خبره همږغي شول چې له افغانستان سره د مالي مرستې دپاره دې لارې چارې ولټول شي. یورپي اتحاد په هماغه ورځ له‌ افغانستان سره د یو ارب یورو مرستې اعلان وکړ، چې یو اعشیاره پینځلس اربه ډالرو کېږي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG