لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په کوټه کې چاودنه وشوه


د بلوچستان صوبې په سر ښار کوټه کې چاودنه وشوه، پولیس وايي د لومړو مالوماتو ترمخه په چاودنه کې پینځه تنه د پولیس سرتیري ټپيان شوي دي.

دا چاودنه نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (18 اکتوبر) مازيګر د کوټې په سریاب روډ د بلوچستان پوهنتون د دروازې مخې ته وشوه، چې په سمدستي توګه يې نوعيت نه دی مالوم شوی.

خو چارواکي وایي چاودنه د پولیس ځواک ټرک ته نزدې شوې ده.

پوليس وايي نور مالومات راټولولی شي.

چاودنه په داسې حال کې شوې چې د پوهنتون مخې ته د بلوچ يکجهتۍ په نوم کونسل احتجاج روان وو، دغه احتجاج د هوشاب په سيمه کې د دوه ماشومانو د وژنې پرضد روان وو.

د چارواکو په وېنا د چاودنې ټپیان د کوټې سول روغتون ته لېږ‎دول کيږي.

بل لور ته د ښار په روغتونونو کې بیړ‎ني حالت اعلان شوي دي.

د پېښې په اړه درسره نور مالومات شريکوو، ډيوه سره پاتې شئ

XS
SM
MD
LG