لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې افغانستان ته د 144 ملينه ډالرو مرستو ورکولو اعلان کړی


امریکې د زيارت/ پنجشنبې په ورځ اعلان کړی چې افغانستان ته به د 144 ملينه ډالرو بشري مرستې ورکوي، امریکې دا اعلان په داسې حال کې کړی چې په افغانستان کې خلک د خوراک د کمي سره مخ دي او دپاسه پرې ژمی را روان دی.

د امریکې د ملي امنيت وياندې ايميلي هورن ويلي، دغه مرستې به د ازاد ادارو د لارې 18.4 ملينه ضرورت مندو افغانانو ته نېغې ورکول کيږي چې پکې د افغانستان په ګاونډي هېوادونو کې مېشت کډوال هم شامل دي.

هغې ويلي، همکاران به يې په دغو مرستو د روغتيا، د سر سيوري، په بېړنۍ توګه خوراک، اوبه او نورو ضروري څيزونو برابرتیا کوي.

هورن زیاته کړې د دې مرستو سره به په کال 2021 کې د امریکا لخوا د افغانستان او په سيمه کې د افغان کډوالو مرستې 474 ملينه ډالرو ته ورسي، کومې چې د کوم بل هېواد نه زياتې ورکړی شوې مرستې دي.

ملګرو ملتونو ويلي، د څلورو لسيزو راهسې جګړې او ناورينونه په افغانستان کې د خوراک د کمي د بحران سبب جوړ شوي دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په جګړه ځپلي افغانستان کې د اندازې ترمخه د 40 ملينه ابادي، چې پکې به د نومبر د میاشتې نه به پکې 22.8 ميلينه خوراک د خوراک د کمي سره مخامخ شي.

ملګرو ملتونو ويلي، په دغه شمېره کې 3.2 ملينه هغه ماشومان دي چې عمرونه يې د پينځه و کالو نه کم دي، د روان کال د اخرې پورې به ورته سم خوراک نه ترلاسه کيږي.

د اګست په مياشت کې چې امریکايي او اتحادي ځواکونه د افغانستان نه وتلي، او طالبان په واک کې راغلي، واشنګټن او نورو هېوادونو د کابل نزدې 10 اربه ډالره شتمنۍ تړلي دي چې له امله يې د افغانستان په اقتصاد سختې اغېزې شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG