لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اصغر افغان د T-20 لوبو په مهال د خلکو تر نیوکو وروسته له نړیوالو لوبو استعفی ورکړه


واشنګټن ـــ د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخواني کپتان او تکړه لوبغاړي اصغر افغان په داسې وخت کې له نړیوالو لوبو استعفی ورکړه چې د شل اووریزو لوبو نړیوالې سیالۍ لا هم روانې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ د شنبې- خالي په شپه ناوخته پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې اصغر افغان به په روانه نړیواله شل اووریزه سیالۍ کې له نمیبیا سره د افغانستان په لوبه کې تر لوبېدو وروسته هر ډول کرکټ لوبې پرېږدي:

"د افغان کرکټ بورډ چارواکي د ده د پرېکړې هرکلی او درناوی کوي، د هېواد لپاره د ده د خدمتونو مننه کوي، ځوانو افغان کرکټرانو ته به ډېره ګرانه وي چې د ده ځای ډک کړي".

اصغر افغان هم پر خپله فېسبوک پاڼه په یوه وېډیو کې ویلي چې کېدای شي نننۍ لوبه یې وروستۍ لوبه وي. ښاغلي‌اصغر دا ونه ویل چې ولې استعفی ورکوي خو وایي د ده لپاره دا پرېکړه ډېره سخته ده:

"دا پرېکړه ډېره مشکله ده خو موږ به همېش د افغانستان د کرکټ د پرمختګ لپاره کوشش کوو، د وسنیو ځوانانو لپاره ډېر فرصت دی، موږ په ډېرو سختو حالاتو کې کرکټ دې مقام ته راوست".

اصغر افغان پرون وروسته له هغه له کرکټه استعفی ورکړه، چې وړمه ورځ افغان لوبډلې پر پاکستان خپله لوبه وبایلله او له دې کبله پر ټولنیزو رسنیو د ده په ګډون پر ځینو نورو افغان لوبغاړو هم کلکې نیوکې وشوې. اصغر د دغو نیوکو په اړه وویل:

"له مینه والو ډېره مننه کوم چې همېش یې په ډېرو سختو حالاتو کې زما ملاتړ کړی او زه یې هڅولی یم، د هغو خلکو هم ډېره زیاته مننه کوم چې همېش یې نیوکې کړې دي، د هغوی له نیوکو ما زدکړه کړې ده".

د اصغر افغان پر استعفی هم خلکو مختلف غبرګونونه څرګند کړي‌ دي. د افغان کرکټ لوبډلې مشر محمد نبي عیسی خېل پر خپله ټویټر او فېسبوک پاڼو په انګرېزي او پښتو ژبو اصغر ته ملګری او ورور ویلي او د هغه په استعفی یې خواشیني څرګنده کړې ده:

"اصغر افغان د افغانستان کرکټ له ځلانده ستورو څخه دی او کارنامې به یې د افغانستان کرکټ تاریخ کې تلپاتې وي. هغه د یوه ښه لوبغاړي او ښه لوبډلمشر په توگه په پوره ذکاوت او همېشه بهترین تدبیر سره ګران هیواد ته زښت زیات ویاړونه راوړي دي".

اصغر له خپلو مشرانو او همځولو لوبغاړو خصوصاً خالقداد نوري، کریم صادق، نوروز منګل، هستي ګل عابد او نورو څخه مننه کړې چې وایي دی یې تل هڅولی او د ده مرسته یې کړې ده.

33 کلن اصغر افغان- چې پخوا په اصغر ستانیکزي پېژندل کېده- په 2009م کال د افغانستان لپاره خپله لومړۍ نړیواله یوه ورځنۍ لوبه له سکاټلېنډ سره وکړه، په 2010م کال کې یې د آیرلېنډ خلاف لومړۍ نړیواله شل اووریزه لوبه وکړه او په 2018م کال کې یې لومړۍ ټست لومړۍ وکړه.

اصغر افغان ټولې 114 یوه ورځنۍ او 74 شل اووریزې لوبې کړې دي چې په ټولو کې یې 3,775 منډې جوړې کړې دي. یوه سلیزه او 15 پینځوسیزې یې هم کړې دي.

اصغر افغان دوه ځله د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان پاته شوی دی، چې د خلکو پر نیوکو باوجود یو کامیاب کپتان ګڼل کېږي. د ده په مشرۍ افغان لوبډلې 52 لوبې کړې چې 42 يې ګتلې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG