لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکایي سېنیټرانې بایډن ته: د افغانو ښځو او نجونو حقونه و ژغوره


واشنګټن ـــ د امریکا ټولو ښځینه سېنیټرانو پر بایډن غږ کړی چې د امریکا د پوځ له وتلو وروسته د افغانو ښځو او نجونو د حقونو ساتنه وکړي.

د امریکې د کانګرس ټولو 24 ښځینه سېنیټرانو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ صدر جوبایډن ته لیک استولی او له هغه یې غوښتي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د افغان ښځو او نجونو د حقونو ساتنه وکړي.

دغه لیک چې د سېنټ د دواړو ګوندونو ریپبلکنز او ډیموکرېټ ښځینه غړو له خوا لاسلیک شوی، د بایډن له حکومت څخه د داسې یوه پلان د جوړېدو غوښتنه شوې چې له مخې یې د افغان میرمنو او نجونو سیاسي، اقتصادي، اجتماعي او اساسي بشري حقونه خوندي وساتل شي.

ښځینه امریکایي سینټرانو په لیک کې څرګنده کړې چې له افغانستان سره د امریکا د تعلقاتو په بندیدو سره د افغان نجونو او میرمنو لاسته راوړنې له خطر سره مخ شوي دي.

ښځینه سېنیټرانو په لیک کې ویلي چې دا ډول پلان باید دا هم په ګوته کړي چې امریکا به څنګه له نړیوالو سازمانونو سره کار کوي لکه ملګري ملتونه- چې له طالبانو سره احتساب وکړی شي.

په لیک کې ویل شوي، افغان مېرمنو لوړې زده کړې کړې، له کاري ځواک سره یو ځای شوي او د افغانستان د عامه خدماتو برخه شمېرل کیږي.

په لیک کې څرګنده شوې:" تېر کال شاوخوا 3.5 میلینه نجونې په ښوونځیو کې وې او یو لک مېرمنې په دولتي او شخصي پوهنتونونو کې شاملې شوی وې."

سره له دې چې طالبانو د افغانستان په یو شمیر برخو کې پرایمري سکولونو ته د نجونو د تګ اجازه ورکړې خو د میډل او هاي سکول زده کوونکي دا اجازه نه لري، بلخوا طالبانو ویلي دي چې په دې برخه کې پرمختګونه شوي دي.

امریکایي ښځینه سېنیټرانو په لیک کې ویلي افغان میرمنې او نجونې د یوه قانوني حکومت د نشتوالي او د هغوی د ساتنې لپاره د نظامي ځواک د نشتوالي له امله، د طالبانو له رژیم څخه رنځیږي.

ښځینه امریکایي سېنیتټرانو څرګنده کړې چې طالب مشرانو په نوي حکومت کې له مېرمنو سره د ښه چلند ژمنه کړې وه چې اوس خپلې ژمنې نه پوره کوي. لیک کې ویل شوي چې میرمنې په هدفي توګه وهل شوې او وژل شوې دي.

په دغه لیک کې د امریکا صدر جوبایډن ته ویل شوي:" تاسې ژمنې کړې دي چې د مېرمنو او نجونو د حقونو د امنیت په برخه کې به پر طالبانو فشار اچوئ او تاسې څرګنده کړې چې امریکا به د افغانستان له اوسېدونکو سره دومدراه شراکت ساتي او د طالبانو د قوانینو په وړاندې به مقاومت کوي."

د امریکا د سېنټ ښځینه غړو ویلي دي چې ددغو هڅو د ملاتړ او بریالي کېدو لپاره به له حکومت سره د قانون جوړونې او تعامل په کولو سره ملاتړ وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG