لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له هېواده تللیو افغانو ښځو په جلاوطنۍ کې پارلمان جوړ کړی


واشنګټن ـــ د افغانستان د پارلمان تر څلوېښت فیصده زیاتې ښځینې غړې دا مهال په یونان کې دي او هملته یې د جلاوطنۍ پارلمان جوړ کړی، چې وایي د طالبانو په ضد به د خپل ولس په ملاتړ خپل غږ پورته کوي.

دغو 28 افغانو ښځو «د مینا لیسټ» په نوم د ښځو د سیاسي رهبرۍ د پرمختیا او نړیوال امن لپاره د کارکوونکې یوې امریکایي ادارې په مرسته په پایتخت اتنز کې پرون د نومبر پر 27 کار پیل کړی دی.

«د مینا لیسټ» ادارې په یو بیان کې ویلي چې دغه افغانې ښځې به په افغانستان او بهر کې د ښځو او نجونو او نورو افغان کډوالو لپاره کار کوي:

"د ښځو د پارلمان رول به دا وي چې د طالبانو په واکمنۍ کې د خپلو تر شا پاته هېوادوالو د ملاتړ لپاره کار وکړي، په ټوله نړۍ کې د افغان کډوالو د مېشتېدو په کار کې مرسته وکړي او د افغانو ښځو او نجونو د حقونو د ژغورنې لپاره د هغوی استازیتوب ته دوام ورکړي".

د برتانیې ګارډین ورځپاڼه وایي د جلاوطنه افغان پارلمان دغه ښځینه غړې به په راتلونکو اوونیو کې د امریکې د ولسمشر جوبایډن له انتظامیې، د امریکایي کانګرس له غړو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له چارواکو آنلاین غونډې کوي.

ورځپاڼه وایي دغو افغانو ښځینه سیاستوالو په یونان کې په ګرانه ځای موندلی او اکثره په نورو هېوادونو لکه کېنېډا، امریکا او برتانیه کې د سیاسي پناه لپاره درخواستونه ورکوي.

دغه افغانې سیاستوالې وایي د جلاوطنۍ د پارلمان یو کار به یې دا وي چې په افغانستان کې پاته نهه تنه د پارلمان ښځینه غړې په خوندي توګه را وباسي.

د بلخ په استازیتوب د مخکیني افغان پارلمان غړې 48 کلنه فوزیه حمیدي وایي دغه نهه ښځینه همکارانې یې په هېواد کې پټ ژوند کوي:

"[له اګست] راهیسې طالبانو د سکول نجونې، ښځینه پولیسې او په حکومت کې شاملې ښځې وژلې دي، د دوی د کورنیو غړي هم ډېر زیات وېرېدلي دي او غږ نه کوي".

د اګست پر پینځلسمه چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي په ګڼ شمېر سیمو کې پرې د خپلو مخالفینو د وژنو تورونه لګېدلي چې په هغوی کې اکثر یې د تېر حکومت کارکوونکي دي خو طالبانو دا تورونه رد کړي‌ دي.

ګارډین وایي د افغانستان د ولسي جرګې یا قومي اسمبلۍ او سېنټ یا مشرانو جرګې دغه ښځینه غړې د طالبانو له راتګ سره لومړی په هېواد کې دننه یو بل ځای پټې وې او بیا د ایران، ازبکستان او په نورو لارو یونان ته ورسېدې.

د طالبانو له راتګ وروسته د تېر حکومت د ګڼ شمېر اعلی چارواکو په ګډون د تېر پارلمان ډېر نارینه غړي هم له افغانستانه نورو هېوادونو ته تللي دي خو دا نه ده څرګنده چې دوی به هم د دغو ښځینو غړیو د جلاوطنۍ د پارلمان ملاتړ وکړي که نه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG