لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بايډن د کرونا وايرس له امله نوي سفري بندېزونه لګولي


د امریکې صدر جوبايډن د زيارت ورځ امریکا ته د ورتلونکو نړیوالو مسافرو دپاره د کرونا وايرس د معاينې (ټېسټ) سخت شرط لګولی دی. نوموړي په راتلونکي ژمي کې د کرونا وايرس د مخنیوي دپاره پلان هم وړاندې کړی دی.

ويل شوي هر نړیوال مسافر چې د امریکا سفر کوي يوه ورځ وړاندې به يې د کرونا وایرس معاينه يا ټېسټ کړی وي او هغه به منفي وي، د درېو ورځو دغه پاليسي بدله کړی شوې ده. او دغه پاليسي به د امریکايانو او بهرنيانو ټولو دپاره وي.

صدر بايډن ويلي، د 18 جنورۍ نه تر 18 پورې د سورلو په ګاډو او هوايي اډو به ماسک اچولی شي.

د زيارت په ورځ په امریکا کې د کرونا وایرس د نوي ډول اوميکرون دوېمه پېښه رپورټ شوې ده.

د روغتيا د قومي انسټيټيوټ د چارواکو غونډې ته نوموړي ویلي، هغه پلانونه به وړاندې کړي چې د لارې د کوېډ 19 وبا مخنيوي وشي.

صدر بايډن د کرونا وايرس د اوميکرون ډول چې په نړۍ کې خوريږي، په اړه ويلي، دوی به د دغه وایرس مقابله په ساینس او چټکتيا سره وکړي نه چې په ويرې او ګډوډۍ سره.

نوموړي د 60 ملينه خلکو د ويکسين کولو سره په 100 ملينه خلکو چې ويکسين یې لګولي، غږ کړی، چې بوسټر شاټ ولګوي.

صدر ويلي په امریکا کې په 80 زره مرکزونو کې خلکو ته ويکسين لګول کيږي، او 35 مرکزونه داسې دي چې هلته میاندې پلاران د پينځه نه تر 18 کالو پورې ماشومانو ته ويکسین لګولی شي.

هغه زياته کړې نور په لسګونو مرکزونه جوړوي چې خلک پکې ويکسين ولګوي او هر هغه څه به وکړي چې د هغه په وا ک کې وي او د پينځه کالو نه د کم عمر ماشومانو د ويکسينو د څيړنې دپاره منظوري ورکړي.

نوموړی ویلي، 60 طبي ټيمونه يې جوړ کړي چرته چې د کرونا اړوند ضرورتونه وي هلته سفر وکړي.

د صدر بايډن په وېنا په راتلونکو اوونيو کې به 200 ملينه نور ويکسين نړۍ ته وليږي خو اول به امریکايانو ته ويکسين لګولی شي.

د امریکايي صدر بایډن روغتیايي سلاکار ډاکټر انتوني فاوچي د شورو په ورځ په خلکو ټينګار کړی چې ويکسين او بوسټر شاټ ولګوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG