لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا د ايټمي خبرو د ځنډېدو پړه په ايران اچوي


واشنګټن- هغه سفارتکار چې په ويانا کې د امريکا او ايران ترمنځ د کال 2015 ايټمي لوظنامې يو ځل بيا په ځای کولو ته راغونډ شوي وو خبرې يې تر بلې اوونۍ پورې وځنډولې او امريکايي او يورپي چارواکو د ځنډ پړه پر ايران اچولې.

د امريکا د خارجه چارو وزير انټوني بلېنکن د جمعې په ورځ ويلي “څه چې مونږ په تېرو دوو ورځو کې وليدل دا څرګندوي چې ايران جدي نه دی چې د منلو پړاو ته بيرته لاړ شي او هم دغه سوب و چې په ويانا کې مو د خبرو دا ناسته ختمه کړه”.
بلېنکن دا وينا د رايټرز خبرې ادارې لخوا جوړ کړل شوي ورچول کانفرنس ته کړې ده.

د امريکا وزير خارجه نور څه تفصيل ور نه کړ خو ويې ويل “که چېرې د لوظنامې د منلو لارې ته ايران بيرته نه ځي او دا په ټپه ودريږي نو مونږ به نورې لارې چارې ولټوو”.
د امريکا د وزارت خارجه وياند د ايران سره د شوو خبرو په اړه د جمعې په ورځ ويلي “پرمختګ مو کړی او د ډېرو مسلو په حقله روغې جوړې ته مو تخليقي حل موندلی دی چې د ټولو اړخونو د پاره ګران کار و”.
هغه وويل “خو د بد بختۍ نه دا اوونۍ د ايران نيت داسې نه و چې د پاتې شخړو د حل د پاره کوښښ وکړي”.

يورپي چارواکو هم د ګل یا دوشنبې په ورځ د شروع شوو خبرو په اړه د ايران نه مايوسي وښودله او د درې غټو يورپين طاقتونو فرانس، برتانيا او جرمني لوړپوړو چارواکو د جمعې په ورځ وويل “دا اوونۍ ايران د شوي سفارتي په مخ تګ نه په شا شوی”. درې واړه هېوادونه د ايټمي خبرو اترو منځګړتوب کوي.

امريکا او ايران د ګل په ورځ د دريمګړو په زريعه د ايټمي شخړې خبرې پيل کړي او منځګړي هڅه کوي چې څنګه دواړه اړخونه بيرته د کال 2015 لوظنامې ته ستانه کړي چې د جواينټ کمپريهېنسېو پلان اف ايکشن یا جی سي پي او ای په نوم ياديږي.
د دواړو اړخونو ترمنځ د درېمګړو د لارې خبرې اترې د اپريل نه تر جون پورې په ويانا کې روانې وې خو شپږ واړه ناستې بې نتيجې وې چې بيا ايران په ملک کې د صدارتي انتخاباتو له سوبه ودرولې وې.

د لوظنامې تر مخه ايران ژمنه کړې چې داسې ايټمي هلې ځلې به نه کوي چې ايټمي وسلې جوړې کړي او د هغې په بدل کې ترې نړيوال بندېزونه پورته کړل شوي وو. ايران د ايټمي وسلو جوړولو نه انکاري دی.

د امريکا د تېر حکومت ولسمشر ډانلډ ټرمپ د يادې لوظنامې نه په کال 2018 کې وتلی و او دريځ يې دا و چې په ايران لګيدلي بندېزونه نرم دي او بيا يې پرې بندېزونه ولګول.
ايران په غبرګون کې يو کال وروسته په ښکاره د هغو حدونو نه واوړېد چې په ياده لوظنامه کې د ايټمي هلو ځلو د پاره ټاکل شوي وو.
ولسمشر جو بايډن د واک اخېستلو وروسته ويلي وو که ايران بيرته لوظنامې ته وګرځي، نو دی هم غواړي د دې قدر وکړي.

انټرنيشنل اېټامک اينرجي ايجنسي د شورو یا چهارشنبې په ورځ تايید کړې چې ايران د جی سي پي او ای له ټاکل شویو حدونو تازه خلاف ورزۍ کړي او د فاردو په پټ ايټمي پلانټ کې يې په مخ تللي سينټري فيوجز استعمالول پيل کړي چې يورينيم پرې غني کيږي.
دا 20% يورينيم غني کول په دې معنا دي چې ايران د ايټمي وسلو د جوړولو نه قدم نيم وروسته دی.

اسرايل چې د امريکا مهم ملګری دی د تباهۍ اعلان د مخکې نه ايران کړی هم په دې صورتحال انديښنه ښودلې ده او د اسرايل حکومت ويلي ولسمشر نفتالي بېنېټ په ټيلي فون د بلېنکن سره خبرې کړي او ويلي يې دي ايران د لوظنامې په خبرو کې د فاردو فعاليتونه د ايټمي بليک ميلېنګ د پاره کاروي.
حکومت وايي بېنېټ امريکا او نورو نړيوالو طاقتونو ته ويلي زر تر زره دې د ايران سره خبرې اترې ودرولی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG