لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فرانس او څو نور یورپي هېوادونه افغانستان کې بیرته خپلې سفارتي چارې پیلوي


واشنګټن ـــ د فرانس ولسمشر وایي د ده هېواد او نور یورپي هېوادونو پر دې کار کوي‌ چې د افغانستان لپاره یو ګډ مِشن یا ماموریت پرانیزي او خپل سفیران بیرته دې هېواد ته ولېږي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه غبرګون نه دی څرګند کړی.

د راېټرز خبري ادارې د رپورټ تر مخه د فرانس صدر اېمانول مېکرون دغه خبره د خالي-شنبې په ورځ کړې. د فرانس په شمول ټول غربي هېوادونو په دې فکر کې دي چې د افغان طالبانو سره څنګه خبرې اترې وکړي.

د اګست د ۱۵مې نېټې وروسته کله چې وسله والو طالبانو په زوره افغانستان ونیولو امریکا او نورو غربي هیوادونو په افغانستان کې خپل سفارتونه تړلي او خپله سفارتي عمله یې د کابله اویستله. طالبانو بیا یوه داسې کابینه هم اعلان کړه چې ځیني چارواکي یې د امریکا او ملګرو ملتونو لخوا د بندیزونو سره مخ دي.

د فرانس صدر د قطر سرښار دوحه کې د خبریالانو سره د خبرو په وخت ویلي، ٫٫ مونږ په یوه داسې تنظیم کار کوو چې ګڼ شمېر یورپي هیوادونه به یو شریک ځای لري چرته چې به زمونږ سفارتونه کار کوي. د فرانس صدر د دغه خبرو وروسته د دوحې نه جدې ته روان شوی.‌

امریکا، یورپي هیوادونه او ګڼ نور ملکونه د طالبانو په رسمي توګه منلو نه ډډه کوي او د طالبانو لخوا د افغانستان په زوره د نیولو درې نیمې میاشتې وروسته هم کوم هیواد طالبان په رسمي توګه نه دي منلي.

دغه هیوادونه تور لګوي چې طالبانو چې د ټول شموله حکومت جوړولو او د ښځو او لږکیو د حقونو د پوره کولو ژمنې کړې وې تر اوسه یې هغه نه دي پوره کړي.

تېره اونۍ د یورپي ټولنې د غړو لخوا د طالبانو سره د خبرو اترو وروسته په یو بیان کې ویل شوي وو چې د طالبانو په سیاسي توګه منلو او یا د دوی سره د سیاسي خبرو اترو نه یوه جلا خبره ده. بیان وایي څومره زر چې وي زمونږ به نماېندګي وي خو زیاته کړې یې ده چې په دې لړ کې به امنیتي ستونځې په پام کې ساتي.

یورپي ټولنې په دغه بیان کې هم د یو شریک دفتر پرانیستلو خبره کړې وه. په بیان کې ویل شوي وو ٫٫د یورپي ټولنې غړو په دې امکاناتو خبرې کړي چې په کابل کې د کمې عملې په موجودګې کې کار پېل کړی شی خو د دغې مطلب به د طالبانو منل نه وي، خو د نېغ په نېغه امنیت او یورپي ټولنې ته به دا باور ورکول وي چې د خپلې عملې او ځای د خوندیتوب اجازه ولري.‌

د جمعې په ورځ بیا فرانس جدا اعلان کړی چې د قطر په مرسته یې د افغانستان نه د افغانانو د وېستلو ځیني عملیات په کامیابۍ سره سر ته رسولي. د بیان تر مخه دغه عملیاتو کې د ۳۰۰ نه زیات کسان چې اکثریت یې افغانان دي د افغانستان نه په خوندي توګه ویستل شوي .

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG