لاس رسیدونکی لینک

 
امریکا به د هغې ټکنالوجۍ مخه نیسي چې له بشري حقونو پرې تیری کېږي
تازه خبر

امریکا به د هغې ټکنالوجۍ مخه نیسي چې له بشري حقونو پرې تیری کېږي


واشنګټن – د امریکا د ولسمشر جو بایډن په کوربتوب د ډیموکراسۍ یا جمهوریت په اړه دوه ورځنۍ انلاین سرمشریزه د جمعې په ورځ پای ته ورسېده.

د دغې سرمشریزې له پای ته رسېدو سره سم، امریکا، استرالیا، ډنمارک او ناروې اعلان وکړ چې د هغې ټکنالوجۍ د صادراتو کنټرول به کوي، کومه چې د بشري حقونو تیري لپاره کارول کېږي.

ولسمشر بایډن د سرمشریزې د پای وینا کې وویل، "مونږ هغې اړتیا ته پام اړوو چې پرې د بشري حقونو دفاع وشي" او دا باوري کړو چې له ټکنالوجۍ څخه "د ډیموکراسیو په پرمختګ او د خلکو په پورته کېدو کې کار واخېستل شي نه د خلکو د ځپلو لپاره."

د ټکنالوجۍ د کنټرول او د بشري حقونو د خوندیتوب له لیارې د ټول واکو حکومتونو د مخې نیول دي چې غواړي د ټکنالوجیو په کارولو سره خلک و څاري او د سیاسي مخالفینو، خبریالانو، فعالانو او د اقلیتي ټولنو د اړیکو سیستمونه پرې هک کړي.

یو لوړ پوړي امریکايي چارواکي خبریالانو ته په خبرو کې وویل، "هدف دا دی چې یو قوي تړون وشي د ډېرو حکومتونو ترمنځ تر څو داسې ټکنالوجیو ته د لایسنس ورکولو غوره کنټرول رامنځ ته شي.

ده وویل، "د دې خبرې باوری کول دي چې له دغو ټکنالوجیو څخه ښه استفاده وشي نه ناوړه."

امریکا په دې وروستیو کې د پېګاسس سپای وېر په نامه یوه اسرایلۍ کمپنۍ هم د بندیزونو کمپنیو ته اچولې ده.

یادې اسرایلې کمپنۍ په اصل کې د خبریالانو او چارواکو ټیلیفونونو ته لاره موندله او هغو یې بیا د جاسوسۍ د الو په توګه کار اخیست، د هغوی مسیجونه یې لوستلې شول،‌ ځای یې معلومولی شو او بې له دې چې هغوی پرې پوه شي د هغوی د موبایل کامرې یې هم لګولی شوې.

د سرمشریزې پر وخت مشران دې ته لیواله کړای شول چې د ډیموکراسې ودې او بشري حقونو ته ژمنه وکړي.

امریکا پکې د ډیموکراسیو د نوي کولو د ولسمشر د ابتکار تر نامه د یوې اندازه پیسو اعلان هم وکړ چې د راتلونکې کال لپاره به ۴۲۴.۴ میلیونه ډالره وي خو باید له کانګرس څخه پاس شي.

د جمهوري په اړه د دې انلاین سرمشریزې له پای ته رسېدو څخه یو کال وروسته بله مخامخ سرمشریزه هم پلان شوه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG