لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ګوادر احتجاج کوونکي وايي، وزیراعظم دې نوټس عملي کړي


د پاکستان د وزيراعظم عمران خان د ګوادر د احتجاج په اړه د نوټس اخستو ټویټ ته په ځواب کې د احتجاج کوونکو مشر ويلي، وزيراعظم خبر (نوټس) اخستی خو دوی ترې د عملي کولو تمه لري.

وزيراعظم عمران خان پرون د اتوار/يکشنبې په ورځ (12دسمبر) په ټويټر ویلي،

"ما په ګوادر کې د هاهي ګېرو د جايزو غوښتنو نوټس اخستی دی، د ټرالرانو لخوا په غېر قانونه توګه د ماهي ګيرو پرضد به سخته کارروايي کولی شي. او زه به د بلوچستان د وزیراعلا سره هم خبره کوم".

د پاکستان د بلوچستان صوبې په ساحلي ښار ګوادر کې د "ګوادر ته حق ورکړئ" په نوم احتجاجي مظاهره نزدې د يوې مياشتې نه روانه ده.

احتجاج کوونکي غوښتنه کوي چې د ګوادر مسلې دې هوارې کړی شي او په سمندر کې دې د ټرالرانو د لارې د ښکار مخنيوی وشي.

دوی وايي د ټرالرانو د لارې د ښکار څخه ځايي ماهي ګير اغېزمن کيږي دغلته دې د ماهيانو ښکار بند کړی شي.

ټرالر هغه غټو کشتيو يا لانچونو ته ويل کیږي په کومو کې چې غټ جالونه لګول شوي او په سمندر کې چې څه هم په مخه ورځي هغه پکې رانيول کیږي.

(ګوادر ته حق ورکړئ) د احتجاجي مظاهرې مشر مولانا هدايت الرحمان ويلي هغه د وزيراعظم نوټس اخستو ته په مثبت انداز ګوري او هرکلی يې کوي.

خو نوموړي ويلي دوی تمه لري چې وزیراعظم دا خپل نوټس يا خبر اخستل هم عملي کړي.

په ګوادر کې احتجاج کوونکي وايي د سيند صوبې څخه غټې ټرالرې ځي، او هلته په سمندر کې په غېر قانونه توګه ماهيان نيسي.

دوی دا تور هم لګوي چې په وروستیو کې د چين ځينې ټرالرې هم ورغلې وې.

د دغو احتجاج کوونکو سره د ګوادر ځايي خلک هم په ملاتړ رايو ځای شوي او دوی دغلته د امنيت سره د خپلو حقونو غوښتنه هم کوي.

د روانې مياشتې په سر کې مولانا هدايت الرحمان ويلي وو، دوی ګوادر ته حق ورکړئ نعره اوس بلوچستان ته حق ورکړئ په نعره بدله کړه.

په ګوادر کې احتجاجي پرلت اوس هم روان دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG