لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسلامي هېوادونو تنظیم نن د افغانستان د ستونځو په اړه په اسلام اباد کې نړیواله غونډه کوي


واشنګټن ـــ د اسلامي همکاریو د سازمان غونډه نن په اسلام اباد کې کېږي چې پکې د دې تنظیم د 57 غړو هېوادونو په ګډون د امریکې، روس، چین او یورپي اتحاد استازي هم ګډون کوي.

په اسلام اباد کې د پاکستان په کوربتوب د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په نننۍ پرله پسې 17مه بېسارې غونډه کې به د تقریباً 90 هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون کوي.

د دې غونډې هدف په افغانستان کې د بشري ناورین او اقتصادي بحران د لا پراخېدو د مخنیوي لپاره نړیوالو مرستو ته لارې چارې برابرول دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي وایي، د حکومت مقصد یې دا دی چې د افغانستان حالاتو ته د نړۍ پام را واړوي، وایي اخر په دې کې کامیابه شول او تمه لري چې په ننني «تاریخي کانفرنس» کې به داسې پرېکړې وشي چې افغانستان د پرمختګ او سوکالۍ خواته لاړ شي:

"د افغانستان حالات ډېر نازک او د پاملرنې وړ دي، هلته انساني بحران پیدا کېدای شي، پاکستان نړۍ ته دا باور ورکاوه چې د افغانستان اقتصادي بحران ټوله سیمه او ګاونډیان اغېزمنولای شي او نن د خوشالۍ خبره دا ده د کوم مقصد لپاره چې موږ دا غونډه جوړوو چې افغانان د خوړو له کمښت او مالي ستونځو سره مخ دي، بېنکي نظام یې ولاړ دی او دا د دوی پر اقتصاد ناوړه اغېز کوي داسې ښکاري چې نړۍ نن دا خبره ومنله".

د سعودي عرب باچا د نومبر پر 29مه په افغانستان کې د ناوړه اقتصادي او بشري حالت د بحث په اړه د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان د غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې وه. د پاکستان حکومت د سعودي عرب له غوښتنې سره سم هغه مهال د دې غونډې د کوربتوب وړاندیز کړی وو.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم له یو پلاوي سره په دې غونډه کې ګډون کوي. امیر خان متقي پرون په اسلام اباد کې رسنیو ته وویل، هیله من دی چې د دې کانفرنس په وسیله د نړۍ هېوادونو د طالبانو له حکومت سره خپلې اړیکې جوړې کړي:

"امید دی چې په دې غونډه کې به د افغانستان په اړه د بشري مرستو، اقتصاد او سیاست په برخه کې ښې لاسته راوړنې ولرو، زموږ غوښتنه به دا وي چې په دې کانفرنس کې د افغانستان لپاره د مرستو یو وجهي صدوق جوړ شي".

د اسلامي هېوادونو تر څنګ د امریکې، روس، چین، یورپي اتحاد، د نړیوالو مرستندویه ادارو او ملګرو ملتونو استازي هم په دې نړیوال کانفرنس کې ګډون کوي.

د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړی استازی ټامس ویسټ هم اسلام اباد ته تللی او پرون یې پر خپله ټویټر پاڼه د نننۍ غونډې جوړېدل یو مهم او پر وخت اقدام بللی وو. ښاغلي ټامس ویسټ لیکلي:

"په داسې حال کې چې موږ له نورو مسایلو سره سره د بشري حقونو، ترهګرۍ او تعلیم ته د رسایي په برخه کې له طالبانو سره خپلې روښانه ډیپلومېسۍ ته دوام ورکوو، افغان ولس به بیا هم زموږ د توجه مرکز وي".

د اګست له پینځلسمې راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، دا لومړی نړیوال کانفرنس دی چې په دې هېواد کې د ممکنه پېښېدونکي بشري ناورین د مخنیوي لپاره کېږي، خو د طالبانو حکومت تر څه باندې درې نیمې میاشتې وروسته هم د نړۍ هیڅ یوه هېواد لا په رسمیت نه دی پېژندلی.

ټاکل شوې چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان دې غونډې ته وینا وکړي. هغه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:

"د اسلامي همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو بېسارې غونډه له افغان ولس سره د همږغۍ اظهار دی، چې په دې توګه په افغانستان کې د ناوړه بشري حالت د سمولو لپاره خپله ګډه انرجي پر کار ولګوو".

امريکې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د دغه هيواد شاوخوا نهه نیم اربه ډالر کنګل کړي دي. طالبانو په تېرو درو میاشتو کې په وار وار له امریکې د کنګل شوو پيسو د ازادولو غوښتنه کړې خو امریکې یې غوښتنه رد کړې ده.

د افغانستان په اړه دا کانفرنس په داسې وخت کې کېږي چې په وروستیو کې د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوالې ادارې، د کډوالو ادارې یو این ایچ سي آر، د مهاجرت نړیوال سازمان او نورو مرستندویه ادارو خبرداری ورکړی، چې که له افغانستان سره بیړنۍ بشري مرستې ونه شي په ژمي کې به په دې هېواد کې بشري ناورین پېښ شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG