لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان دې د افغانستان او پښتون کلتور په اړه د بيانونو څخه ډډه وکړي، فعال او څيړونکي وايي


د بشري حقونو فعالانو د پاکستان د وزير اعظم عمران خان په هغه بيان سختې نيوکې کړي چې پکې هغه د امریکا او نړېوالې ورورولۍ نه غوښتلي چې د بشري او ښځو د حقونو په برخه کې دې د افغانستان کلتور ته پام وکړي. خو په افغانستان کې د مېرمنو د حقونو لپاره کار کوونکي وايي په افغانستان کې د ښځو د حقونو او د جينکو د تعليم په اړه د هېواد په کلتور کې هيڅ توپير شتون نه لري.

فعال وايي بايد عمران خان د افغانستان په ماملاتو د خبرو کولو څخه ډډه وکړي، او د عمران خان دغه بيان د طالبانو د هغې نظريې ملاتړ کوي کومه چې جينکۍ د تعليم نه منع کوي.

عمران خان پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ (19دسمبر) په اسلام اباد کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د تنظيم (او ايي سي) غونډې ته په وېنا کې د امریکا او نړېوالې ورورولۍ نه غوښتي چې د بشري او د ښځو د حقونو په برخه کې دې د افغانستان کلتور ته پام وکړي.

هغه ويلي د ښارونو په پرتله په کلیوالو پښتنو سیمو کې څوک تيار نه دي چې خپلې جینکۍ سکولونو ته ولېږي، او د هغه په باور، دا یوه کلتوري مسله ده.

خو په کابل کې مېشته د مېرمنو د حقونو فعاله زرغونه يوسفزۍ وايي په افغانستان کې د بېلا بېلو سيمو کلتورونه چرته هم د جينکو د تعليم او د مېرمنو د حقونو په لاره کې خنډان نه دي جوړ شوي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغې وویل،" دا زمونږه يو ګاونډي هېواد دی او دوی نه شي کولی چې په داسې يوه مهمه غونډه کې د افغانستان په اړه داسې نظر وړاندې کړي ځکه دغه دا ثابتوي چې طالبانو چې کوم بنديزونه په ښځو لګولي دي هغو ته مشروعيت ورکوي، په افغانستان کې يو داسې قام او سيمه نشته چې په هغې کې خلک د ښځو د تعليم مخالفت کوي او په ځينو سيمو کې که چرته مخالفت کېدو هم نو هغه د جنګونو له وجې وو چې جينکو ته زيان و نه رسي".

د پاکستان وزیراعظم په خپله وېنا کې دا هم ويلي، چې طالبان په بنیادي توګه او اکثریت پښتانه دي او داچې د ښارونو او کلیو ثقافت یو د بل سره توپیر لري، هغه ویلي چې د کابل کلتور د کلیوالي سیمو د کلتور څخه بیل دی، او همدا راز د پېښور کلتور د هغو سیمو نه جدا دی چې د افغانستان پولې ته نزدې پرتې دي.

د عمران خان دغه بيان ته په ټولنيزو رسنیو هم سخت غبرګون ویل شوی دی.

په پېښور پوهنتون کې د صنفي مطالعو د څانګې استاز ډاکټر دروېش اپريدی وايي دا د رياستونو زمه واري وه چې هغه کلتوري عوامل د مينځه يوسي کوم چې د بشري حقونو د سرغړونو سبب ګرځي.

هغه وویل،" دا مونږه منو چې د کلتور يو کردار وي د ټولنې په رغونه کې خو البته رياستونه هغه کلتوري عوامل او برخې د مينځه وړي چې د انساني حقونو لپاره د انسان د ازادۍ لپاره او د انسان د وقار لپاره خطره وي".

هغه زياته کړه،" دی وزيراعظم په انټرنېشنل فورمز د دا خبره کړې چې دا پښتانه طالبان دي او پښتانه انتها پسند خلک دي، نو دا په پښتنو پسې تړل او پښتانه دنيا ته داسې ښودل چې دا تندروه او تنګ نظره خلک دي دا د دې رياست دغه پاليسي ده او دا پاليسي د پښتنو سره ښه په ډاګه دښمني ده".

په دغه موقع عمران خان يو ځل بيا ټينګار وکړو که نړۍ په سمدستي توګه د افغانستان دپاره اقدام و نه کړو نو افغانستان به د ګډوډۍ سره مخ شي، او داسې صورت حال به د امريکا لپاره مناسب نه وي ځکه چې د ګدوډۍ مطلب د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې ناکامي ده.

عمران خان ویلي، د افغانستان نه پاکستان د داعش د ګواښ سره مخ دی.

د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې استاز او څيړنکار ډاکټر عرفان اشرف وايي، داعش اوسمهال د افغانستان او پاکستان دواړو لپاره لوی ګواښ دی او نړۍ ته د کتلو په ځای بايد دواړه هېوادونه په دې اړه کوټلي ګامونه واخلي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل،" پاکستان به هم د دې پاره ګامونه اخلي پاکستان هم د دنيا په خراب کتاب (بېډبک) کې دی او هم دغه شان طالبان به هم ګامونه پورته کوي، او د پاکستان دفتر خارجه چې کومې خبرې کوي هم دغه شان عمران خان چې کومې خبرې کوي نو هم دغه شان د طالبانو لخوا هم داسې ګامونه نه دي اوچت شوي چې د خلکو ښېګړه وي پکې او يا د ترهګرۍ او داعش غونډه ډله پکې ختمه کړل شي".

پښتون سیاستوال او څيړونکي افراسیاب خټک په عمران خان کلک تنقید کړی او په ټويټر يې ليکلي چې د او ايي سي غونډې ته د عمران خان وېنا، د ډیورنډ د کرښې دواړو غاړو ته مسلط شوی د افغان او پښتون ضد طالبانایزېشن، استعماري فطرت، د تعلیم یافته خلکو قتلېدل او د جینکو په تعلیم پابندي نوره هم بربنډوي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د عمران خان څرګندونې د افغانانو ترمنځ د تفرقې اچونې هڅه او د افغانستان د خلکو سپکاوی دی.

هغه ویلي دا چې عمران خان ويلي چې داعش د افغانستان نه پاکستان ته ګواښ دی، د کرزي په وېنا دا د افغانستان خلاف ښکاره تبلیغ دی ځکه چې داعش اول د پاکستان نه افغانستان متوجه دی.

کرزي غږ کړی چې پاکستان دې د افغانستان خلاف د تبليغ او کورنیو چارو د لاس وهنې نه ډډه وکړي.

د کرزي دغه بيان ته د پاکستان کوم چارواکي رسمي بيان نه دی ويلی، او پاکستان له دې وړاندې بيا بيا تکرار کړې چې په افغانستان کې يې سوله غوښتې او د افغانستان امن يې د پاکستان امن بللی دی.

افغانستان وړاندې هم په پاکستان تور لګولی چې د افغانستان په کورنيو چارو کې يې لاسوهنه کړې خو پاکستان يې دغه تورونه رد کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG