لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روغتیا نړیوال سازمان وایي د کورونا اومیکرون وایرس په تېزۍ خپرېږي


واشنګټن ـــ د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو ایچ او وایي د کورونا اومیکرون وایرس تر ډېلټا وایرس ډېر په تېزۍ خپرېږي او وایي هغو خلکو ته هم ور پورې کېدای شي چې وېکسین یې کړی یا له کوویډ- 19 ناروغۍ جوړ شوي دي.

د ډبلیو ایچ او سانسپوهه سومیا سوامیناتن وایي دا به "ناپوهي" وي که له لومړنیو شواهدو دا نتیجه واخلو چې ګواکې اومیکرون د کورونا د مخکینیو ډولونو په نسبت نرم دی.

د رایټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې مېرمن سومیا سوامیناتن د ګل- دوشنبې په ورځ په جنېوا کې خبریالانو ته ویلي:

"د [اومیکرون ناروغانو] د شمېر له زیاتېدو سره، پر ټول روغتیایي نظام زور راتلای شي".

د روغتیا نړیوال سازمان ساینسپوهه وایي د ځینو انسانانو د بدن دفاعي قوت له اومیکرون وایرس سره مقابله کولای شي، وایي له دې کبله په زیاتو هېوادونو کې چې د وېکسین پیاوړی یا بوسټر ډوز لګېږي باید لومړی د کمزوري دفاعي قوت کسانو ته ور لګول شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټیډروس اډانم ګیبریوس په جنېوا کې خبري غونډې ته وویل، اوس کره ثبوت شته چې د ډېلټا وایرس په نسبت د اومیکرون په خپرېدو کې د پام وړ تېزوالی راغلی دی:

"او دا هم ډېره ممکنه ده هغه خلک چې وېکسین شوي یا له کورونا وایرسه روغ شوي په دې ناروغۍ اخته کېدای یا بیا ور پورې کېدای شي".

د رایټرز د رپوټ له مخې د اومیکرون د چټک خپرېدو په اړه د روغتیا د نړیوال سازمان د مشر دا څرګندونې د لندن د امپېریل کالج د تېرې اوونۍ د څېړنې ښکارندویي کوي چې وایي په دې وایرس د اخته کېدو امکان پینځه چنده زیات دی او داسې څه نخښه هم نه شته چې ګواکې دا تر ډېلټا وایرس نرم دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر یو‌ ځل بیا خبرداری ورکړی چې په ډېرو ځایونو کې لوی جشنونه د اومیکرون پېښو د زیاتوالي، د روغتیا نظام د تباهۍ او نورو مرګونو سبب کېدای شي.

ښاغلي ټیډروس پر خلکو ږغ کړی چې خپلې غونډې وځنډوي "د ژوند تر ختمېدو د یوې غونډې ځنډېدل غوره دي".

کورونا وایرس تر اوسه په ټوله نړۍ کې تر 5.6 میلینه (56 لکه) زیات کسان مړه کړي او د ډبلیو ایچ او د اټکل له مخې د اومکیرون وایرس له نوې څپې سره سره تمه ده چې دا وایرس په 2022م کال کې ختم شي.

خو د ډبلیو ایچ او مشر ښاغلی ټیډروس وایي، دا وایرس تر هغه وخته له نړۍ نه شي ختمېدای چې تر څو د شتمنو او غریبو هېوادونو تر منځ وېکسین په نابرابرۍ او نامساوي توګه وېشل کېږي.

اومیکرون وایرس لومړی ځل په جنوبي افریقا کې پیدا شوی خو د روغتیا نړیوال سازمان وایي اوس د نړۍ 89 هېوادونو ته ور خپور شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG