واشنګټن ـــ د امریکې ولسمشر جوبایډن خپل روسي سیال ولادیمیر پوټین ته خبرداری ورکړی، چې که له یوکرېن سره پر پوله کړکېچ را کم نه کړي نو له خپلو متحدینو سره به پرې بندیزونه ولګوي.
جوبایډن او ولادیمیر پوټین د پنجشنبې- زیارت په ماښام شاوخوا پینځوس منټه ټیلیفوني خبرې کړې چې د رپوټونو له مخې د دوی خبرې تر ډېره د یوکرېن په کړکېچ او د روس او نېټو د راتلونکو خبرو په اړه وې.
د کرملین چارواکو ویلي صدر جوبایډن د یوکرېن پر سر د کړکېچ د زیاتېدو په صورت کې پر روس باندې د پراخو بندیزونو خبرداری ورکړی دی، خو وایي ولادیمیر پوټین هم دا خبرداری ورکړی چې پر هېواد به یې بندیزونه له امریکې سره اړیکې سختې زیانمنې کړي.
امریکايي چارواکي وايي، د دواړو ولسمشرانو تر منځ پرونۍ ټیلیفوني خبرې د ولادیمیر پوټین په غوښتنه شوې وې. دا په یوه میاشت کې دویم ځل دی چې بایډن او پوټین مخامخ اوږدې ټیلیفوني خبرې کوي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په یو بیان کې ویلي ولسمشر جوبایډن پوټین ته صفا وویل چې پر اوکراین د زیات برید په صورت کې به امریکا او ملګري یې غوڅ او ښکاره جواب ورکړي.
جین ساکي ویلي بایډن له پوټین سره په خبرو کې د 2022م کال په لومړیو کې له روس سره د امریکې د دوه اړخیزو خبرو، د نېټو- روس شورا او په یورپ کې د امنیت او همکارۍ سازمان ترمنځ د خبرو د سفارتي هڅو ملاتړ هم په ډاګه کړ.
مېرمن ساکي وویل چې "په دغو خبرو کې دوامداره پرمختګ یواځې د تاوتریخوالي د کمولو په صورت کې کېدای شي، نه د تاوتریخوالي د زیاتېدو په صورت کې."
د امریکې او روس ولسمشرانو دا ټیلیفوني خبرې په داسې وخت کې کړې دي چې د روس او یوکرېن پر پوله تاوتریخوالی زیات شوی دی.
په تېرو دوو مياشتو کې د یوکرېن په شمال، ختيځ او جنوب کې د لسګونو زرو روسي پوځيانو ځاى پر ځاى کېدو د امريکې او لوېديځو هېوادونو اندېښنې زیاتې کړې دي.
بایډن پوټین ته په خبرو کې ویلي امریکا او ملګري به یې پر یوکرېن د برید په ځواب کې پر روس سخت اقتصادي بندیزونه ولګوي او نېټو به په ختیځ او مرکزي یورپ کې خپل شته والی لا پراخ کړي.
د امریکې د استخباراتي رپوټونو له مخې روس شاوخوا یو لک پوځیان د یوکرېن پر پوله ساتلي او یوکرېن هم خپلې غاړې ته خپل دفاعي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي خو مسکو وايي پر یوکرېن د برید اراده نه لري.