لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: له افغانانو سره د مرستې لپاره یونیم اربه ډالره را ټولې شوې


واشنګټن ـــ ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې د سخت ژمی خبرداری ورکړی او وایي تېر کال چې یې د مجبوره او بېوزله افغانانو لپاره کومې بشري مرستې غوښتې وې په هغوی کې یې تر اوسه1.5 اربه ډالره را ټولې کړې دي.

ملګرو ملتونو پخپل یو بیان کې ویلي "په ستمبر کې عمومي مشر [انتونیو ګوتېریش] 606 میلینه ډالر بیړنۍ مرسته غوښتې وه چې 776 میلینه ډالره را ټولې شوې، همدارنګه د بشردوستانه غبرګون پلان ته 869 میلینه ډالر غوښتل شوې وې چې 730 میلینه را ټولې شوې. ''

د ملګرو ملتونو د عمومي مشر ویاند سټیفېن ډوجاریک د نهې- سه شنبې په ورځ په نیویارک کې خبري غونډې ته وویل، چې دغه پیسې یې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همکارۍ د دفتر د اټکل په بنیاد را ټولې کړې دي:

"د هېواد په مختلفو برخو کې له خلکو سره د نغدو او غیرخوراکي شیانو په ګډون د ژمنیو شیانو مرسته هم روانه ده".

سټیفېن ډوجاریک وایي په تېرو دوو ورځو کې په افغانستان کې ګڼو واورو او بارانونو زیات خلک اغېزمن کړي او کابل ته تلونکي او راتلونکي پروازونه یې ځنډولي دي.

ښاغلی ډوجاریک وایي ژمي د افغانانو ژوند نور هم سخت کړی دی، د ده په وینا "په راتلونکو ورځو کې د نورې واورې او د یخ د زیاتېدو اټکل هم شوی دی".

د طالبانو د قدرتي آفتونو په وړاندې د مبارزې وزارت وايي، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې سختو واورو او بارانونو لږ تر لږه اووه کسان مړه کړي او څلور تنه یې ټپیان کړي دي.

رپوټونه وایي د افغانستان په شمالي او ځینو جنوبي ولایتونو کې هم ګڼو بارانونو خلکو ته درانه مالي تاوانونه اړولي او واورو لویې لارې بندې کړې دي.

د تېر کال په اګست میاشت ېک واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په امریکا کې د افغانستان د شاوخوا نهه نیم اربه ډالر شتمنۍ د کنګل کېدو له کبله په دې هېواد کې بې روزګاري هم ډېره شوې ده.

د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېر دسمبر پر 23مه نېټه له افغانستان سره د بشري مرستو د اسانتیا لپاره هغه پرېکړه لیک په ګډه منظور کړی وو چې امریکې یې وړاندیز کړی وو. د دغه قرارداد پر اساس به امریکا له طالبانو پرته له افغانستان سره بشري مرستې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG