لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتو ژبې ياد شاعر تعليم پوهه تسکين مانېروال په حق ورسېد


تسکين مانېروال
تسکين مانېروال

د پښتو ژبې ياد شاعر او تعلیم پوهه تسکين مانېروال نن د (ګل/دوشنبې په ورځ، 10 جنورۍ) د 73 کالو په عمر کې د خېبرپښتونخوا په صوابۍ کې په حق ورسېد، او هم هلته خاورو ته سپارل کيږي.

د تسکين مانېروال ملګری او کليوال ياد شاعر عزير مانېروال وايي، تسکين مانېروال په 1949 کې د مانېرۍ په شېرداد خېلو کې زېږېدلی، هلته يې زده کړې کړې، هلته استاز شوی او تر هېډماسټرۍ پورې رسېدلی او د اعلا معيار شاعري يې کړې ده.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې عزيز مانېروال وويل، "تسکين ډېر ذهين، ورسټايل او ډېر تخليقي سړی وو".

هغه وویل د تسکين شاعري يې د 70م په لسيزه کې اورېدلې او هغه وخت د هغه شاعري دومره پخته وه، چې د هغه په نظر تسکين پېدا شوی شاعر وو.

نوموړي زياته کړه، "تسکين لوستی سړی وو، په شاعرۍ کې يې مشاهده زیاته وه، خوږه شاعري يې کړې ده او د هغه شاعري د جذباتو انعکاس شاعري ده".

عزيز مانېروال وويل، "تسکين مانېروال یو کتاب (چې ښه ښکلی صحرا وی) چاپ کړی دی، هغه زياته کړه تسکين مانېروال په وروستيو کې صوفي ازم پله تللی او په ناچاپه شاعرۍ کې يې دغه ډول شاعري کړې وه".

د ارواښاد تکسین مانېروال بل ملګری ليکوال او پوهان نور الامين يوسفزی وايي، تسکين يو ښه ماهر تعلیم وو، د هغه وخت شاګردانو به هغه د ايډيل استاز په توګه ګڼو.

"هغه یو ډېر مينه کوونکی او معصوم انسان وو، او زما په نظر هغه يو ډېر ځانګړی او منفرد تخليق کار وو، د هغه شاعري نه يواځې د هغه ذات نه راوتې بلکې د هغه د زات نه چاپېره چورلېده".

يوسفزی وايي، "تسکين د خپل کلاسک نه خبر سړی وو، او که چري د بده مرغه هغه د ځینې حالاتو ښکار شوی نه وی، نو په ده کې يو ډېر ښه مفکر هم موجود وو، زما په نظر د پښتو رومانوي شاعر مېجر يونس خليل او ډاکټر محمد اعظم اعظم نه د اوچتې پايې نيم په نيمه شاعري تسکين مانېروال په خپل ځان کې د ځان سره يوړه".

د يوسفزي په وېنا، "تسکين مانېروال به کله کله د رومان په غېږ کې داسې سوالونه را اوچت کړه چې هغو به ځانله انفراديت لرو، ځکه چې هغه يو ذهين او د وژن سړی وو، زما په خیال نن په مانېرۍ کې مينه هم مړه ده، تخليق هم مړ دی او د تخليق سرچينه هم بنده شوه".

د تسکين مانېروال د ملګرو ترمخه ارواښاد واده نه وو کړی.

تسکين مانېروال د خپل ژوند کیسه په خپله په يو نظم کې کړې ده، چې څنګه ژوند يې کړی دی، دغه نظم يې ځوان سندرغاړي ظفر اقرار زمزمه کړی دی.

د ارواښاد شاعري يادو سندر غاړو ګلزار عالم، هارون باچا، کفايت شاه او نورو هم زمزمه کړې ده.

د هغه په يادو کلامونو کې يو یاد کلام (چې ښه ښکلی صحرا وی، زه ستا وی ته زما وی) ډېرو سندرغاړو زمزمه کړی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG