د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د پښتنو ملت پالو ګوندونو غړو ويلي، چې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د تیر کال، يو نيم راهسې د ترهګرۍ پېښې سېوا شوي، په قومي اسمبلۍ کې دې په دې موضوع بحث وشي.
د عوامي نيشنل ګوند د قامي اسمبلۍ غړي امير حېدر خان هوتي پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ (11جنورۍ) د اسمبلۍ غونډې ته په وېنا کې وویل، چې په پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د تېر کال، يو نيم کال نه حالات خرابيږي، بې ګناه خلک وژل کيږي، ترهګري بيا سر راپورته کوي، ترهګر بيا رايو ځای کيږي.
هغه وويل، په مشرانو، په امنیتي سرتيرو، پوليسو او سرکاري ملازمينو باندې بيا په منظم ډول بريدونه کيږي، په اسمبلۍ کې دې د سيمې په دې پرمختګونو بحث وشي.
دغه ډول د قومي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ هم وويل، د کله نه چې د اسمبلۍ ممبر جوړ شوی دی، د وړومبۍ ورځې نه دغه نعرې وهي چې هلته ترهګر بيا رايو ځای کیږي.
هغه وویل، څو ورځې وړاندې په جنوبي وزیرستان کې د پيپلز ګوند جنرل سيکرټري سردار نجيب طالبانو ووژلو، د هغې پېښې تراوسه پورې پلټنې ونه شوې، او نه يې قاتلان ونيول شو.
داوړ زياته کړه هغه (وسله وال) ورځ تر بلې پياوړي کيږي، او هغې ته دومره پاملرنه هم نه کيږي چې په اسمبلۍ کې پرې بحث وشي، هغه وويل هغه ګڼي ځکه چې د دغو حالاتو سره پښتانه او د بلوچستان ولس مخامخ دي.
داوړ وويل، دغه مسلې ته مسله نه ويل کيږي خو کله چې هغوی (وسله وال) د تېر په شان د مارګلې غرونو ته راورسي، نو بيا د هغه په خيال دې ځل له به د دې ناورغۍ نه د ښه کېدو وخت هم ترلاسه نه شي که په وخت يې مخه ونه نيول شوه.
د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې حېدر خان هوتي او محسن داوړ دغه اندېښنې په داسې حال کې څرګندې کړي چې په پاکستان کې په وروستیو کې د ترهګرۍ پېښې سېوا شوي دي.
په پاکستان کې غېر دولتي څېړنېز ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز په وروستيو کې په خپل کلني د (2021) په اړه خپور کړي رپورټ کې ویلي تېر کال د هېواد دننه د ترهګرۍ او تشدد په پېښو کې 42 فيصدي اضافه شوې چې پکې 853 کسان مړه شوي دي.
د رپورټ ترمخه د ترهګرۍ او تشدد 75 فيصدي پېښې يوازې د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعو او بلوچستان صوبې څخه رپورټ شوي دي.
په رپورټ کې ويل شوي، چې په کال 2021 کې د هېواد دننه د ترهګرۍ او تشدد پېښو کې د853 کسانو د وژل کیدو ترڅنګ 1,690کسان ژوبل شوي هم دي.
د رپورټ ترمخه په کال 2020م کې د تشدد او ترهګرۍ په پېښو کې 600 کسان وژل شوي وو.
د سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز د رپورټ ترمخه د ترهګرۍ او تشدد زياتره 75 سلنه پېښې يوازې د خېبر پښتونخوا، قبایلي ضلعو او بلوچستان صوبه کې مخې ته راغلې دي.
په پينځمه جنورۍ د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار ويلي وو، تېر کال په ملک کې د ردالفساد په عملياتو کې ټولې ترهګرې ځالې ختمې کړی شوي دي، په 2021 کې د 60زره نه زيات عمليات شوي دي، په 2021 کې 890 تهرېټ الرټس يا د خطرې خبرداری ورکړی شوی او د 70فيصدو مخنيوی پکې شوی دی. بلوچستان او پښتونخوا کې د پوليو ټيمونو په هدف شوي خو بيا هم کمپاينې شوي دي.
هغه ویلي وو په قبايلي ضلعو کې د ماينونو پاکولو دپاره 95 ټيمونه په ځای شوی دي او د ماينونو پاکولو په وخت امنیتي سرتیري وژل شوي او ژوبل شوي دي.
نوموړي ويلي وو په تېر کال 2021 کې 248 افسرانو او سرتيرو قربانۍ ورکړي دي خو دغه پوښتنې ته چې (په عملياتو کې څومره ترهګر وژل شوي)؟، نوموړي په دغه اړه کره شمېره نه وه ياده کړې.