لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د P-2 پروګرام لاندې ځینې افغان کډوال له افغانستانه ویستل شوي دي


واشنګټن – د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، له ګواښ سره مخ د هغو زرګونو افغانانو یوه وړه فیصدي خلک چې غواړي امریکا ته کډوال شي له افغانستان څخه وېستل شوي دي او دا وخت په خپلو درخواستونو باندې کار کوي.

د اګسټ په لومړیو کې کله چې طالبانو په کابل کې د افغان حکومت د پرځولو ګواښونه کول نو د امریکا لپاره د کډوالۍ د ځانګړو ویزو (SIV program) درخواستونه هم زیات شول.

خو له ګواښ سره مخ ټولو خلکو د امریکا د ځانګړو ویزو شرایط نه پوره کول نو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه ډول کسانو ته د کډوال کېدو لپاره د P-2 په نامه یو ځانګړی پروګرام اعلان کړ.‌

که څه هم امریکا او متحدینو یې پر کابل د طالبانو د قبضې پر وخت تر ۱۲۴۰۰۰ زیات خلک له کابل څخه ووېستل، په لسګونو زره نور چې له کواښ سره مخ دي لا هم له افغانستان څخه یو خوندي ځای ته د وتلو په لټه کې دي.

P-2 (Priority 2) د دې لپاره وه چې د خبریالانو، د بشري حقونو د فعالانو په څېر داسې کسان له افغانستان څخه وباسي چې له ګواښ سره مخ دي خو د اس آی وي د پروګرام لاندې نه راتلل.

د P-2 پروګرام لاندې هغو کسانو درخواستونه جمع کولای شول چې په افغانستان کې یې د امریکا حکومت، امریکا مېشتې خبري ادارې او یا بلې غیر حکومتي ادارې سره کار کړی وه خو شرط یې دا وه چې امریکا مېشتې دفتر او مشر یې باید غوښتنه کړې وای.

هغه افغانان چې د P-2 شرایط یې هم نشو پوره کولای هغوی بیا د P-1 پروګرام لاندې چې په کابل کې د امریکا د سفارت او د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو ادارې UNHCR په مرسته یې درخواستونه برابرول.

خو له دې سره سره یوه تخنیکي مسله وه چې ټول افغانانو ترې ګټه نشوه اخیستلای او هغه دا چې دغه ډول افغانان باید لومړی یو دریم هېواد ته ګډه شوي وای او هغې ځایه یې درخواستونه بشپړ شوی وای.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه بهیر کېدای شي له ۱۴ څخه تر ۱۸ میاشتو پورې وخت ونیسي.

د هغو افغانانو لپاره چې له افغانستان څخه یې یو دریم هېواد ته د وتلو لپاره د پاسپورټ په څېر سفري اسناد نه درلودل او یا یې په دریم هېواد کې د پاتې کېدو لپاره مالي امکانات نه درلودل له خنډونو سره مخ شول.

له دې امله د درخواست کونکو لوی شمېر کسان چې اکثره یې خبریالان، د بشري حقونو فعالان او خیریه کارکونکي وو په افغانستان کې له یو ناڅرګند راتلونکې سره مخ بند پاتې شول.

د امریکا د حکومت یو کارکونکي چې دغو معلوماتو ته لاس رسی لري د خپل نوم پټ ساتلو په شرط وویل،‌ "دا پروګرام په ښکاره دې شرایطو ته برابر نه دی چې خلکو ته پکې له هېواد څخه وتلو ته هم اجازه نه ورکول کېږي."

هغه زیاته کړه که افغانستان داسې یو هېواد وای چې پکې خلک بل هېواد ته تللی شو نو بیا به P-2 یو ښه پروګرام وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند چې له امریکا غږ سره کوم معلومات شریک کړي دي، د هغو له مخې، دغه وزارت د P-2 پروګرام لاندې ۱۲۰۰۰ او د P-1 پروګرام لاندې ۱۷۰۰۰ درخواستونه ترلاسه کړي دي.

له دغې ډلې څخه ۴۲۰۰ یې په دې توانیدلي چې ټول لازم اسناد ولېږي او د P-1 له ډلې څخه تر یو فیصد کم یعنې ۳۵۰ تنه یې د پاکستان او ترکیې په څېر دریم هېواد ته په ورتګ بریالي‌ شوي دي او هلته یې کېسونو باندې کار روان دی.

دغه چارواکي دا هم ویلي، چې دریم هېواد ته د ورغلو افغانانو شمېر ښايي تر دې زیات وي او تر اوسه یې ښايي د بهرنیو چارو له وزارت سره کومه اړیکه نه وي نیولې.

خو دی زیاتوي، که څه هم له خطر سره مخ زیات افغانان له افغانستان څخه وتلي خو بیا هم په لسګونو زره نور دغه ډول خلک لا په دغه هېواد کې بند پاتې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG