لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وایي د نجونو سکولونه به د مارچ تر 21مې د نوروز تر ورځې پرانیزي


واشنګټن ـــ په افغانستان کې واکمنو طالبانو د نړیوالو او د افغانانو تر پرله پسې غوښتنو وروسته اعلان کړی چې د نوي لمریز کال (21م مارچ) له پیلېدو سره به د نجونو ټول بند سکولونه بیرته خلاص کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له اسوسیېټیډ پریس سره په مرکه کې ویلي، د تعلیم وزارت یې کار کوي چې د نجونو های سکولونه او پوهنتونونه په راتلونکو درو میاشتو کې پرانیزي:

"په ډېرو ولایتونو کې په لوړه کچه هم [د نجونو] تعلیم شته، په لږو ځایونو کې چې پاته دي هلته ځینې مسایل تر اقتصادي ستونځو او طرز عملونو پورې اړه لري چې باید عملي شي".

د تېر کال په اګست میاشت کې چې طالبانو د افغانستان واک په لاس کې اخیستی، له اووم ټولګي پورته نجونو ته سکولونو ته د تګ اجازه نه ده ورکړل شوې، چې په ضد یې افغانو ښځو په وار وار احتجاجونه کړي دي.

ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا دا خبره تکرار کړې چې هلکان او نجونه به په تعلیمي ادارو کې په بشپړه توګه سره جلا وي، وایي تر اوسه پورې لوی خنډ د نجونو لپاره د کافي هاسټلونو پیدا کول یا جوړول دي چې هغوی د تعلیم په وخت پکې اوسېږي:

"چېرې چې ګڼه ګوڼه زیاته ده هلته موږ یو نوي پروسیجر ته ضرورت لرو چې تطبیق شي، له تعلیم سره موږ مخالفت نه لرو، بلکې د دې د ظروفو د تیارېدو لپاره هڅه کوو چې زمینه مساعده شي".

څه کم پینځه میاشتې کېږي چې طالبانو سرپرست حکومت اعلان کړی خو د نړۍ هیڅ یوه هېواد یې هم لا حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. امریکا او نوره نړۍ له طالبانو غواړي چې ټولګد حکومت جوړ کړي، ښځو ته خپل حقوق ورکړي او نجونې سکولونو ته پرېږدي.

ذبیح الله مجاهد وایي حکومت یې سړیو ته اړتیا نه لري بلکې تجارتي او اقتصادي همکارۍ، د هېوادونو تر منځ‌ سفارتي اړیکو ټینګولو او بشري مرستو ته اړتیا لري چې د افغانستان له غریبو خلکو سره مرسته وشي.

که څه هم د طالبانو په اوسني حکومت کې یوه ښځه هم نه شته او نړیوال ترې غواړي چې د حکومت په ګډون په ټولو دفترونو کې هم ښځو ته د کار اجازه ورکړي.

ذبیح الله مجاهد وایي ښځې اوس هم د روغتیا او تعلیم په برخه کې او په کابل هوایي ډګر کې د کسټم او پاسپورټ په څانګو کې کار کوي خو دا یې ونه ویل ښځو ته به کله د دوی په وزارتونو کې هم د کار اجازه ورکړل شي.

ذبیح الله مجاهد: کوشش کوو چې تر راتلونکي [لمریز] کال پورې سکولونه خلاص کړو
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:41 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG