لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اردوان ترکي رسنیو ته ګواښ کړی چې د ملي ارزښتونو پر خلاف دې خپرونې نه کوي


واشنګټن – د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوان د خالي یا شنبې په ورځ ترکي رسنیو ته ګواښ کړی، که داسې مواد خپاره کړي چې د هېواد بنیادي ارزښتونو ته ضرر ورسوي نو قانوني چلند به ورسره وشي.

رویټرز خبري ادارې ویلي، اردوان په خپلې رسمي ویب پاڼه باندې لیکلي، د داسې اقداماتو اړتیا ده چې د ترکیې ملي کلتور پکې وساتل شي او د ماشومانو ودې ته په زیان رسونکو توکو باندې که هغه لیکلي، غږیز او یا تصویري وي ضرر و نه رسېږي.

اردوان دغه ډول زیان رسونکي توکي نه دې په ګوته کړي خو ویلي یې دي چې که په رسنیو باندې داسې مواد خپاره شي چې زمونږ ملي او اخلاقي ارزښتونو ته او زمونږ کورني او ټولنیز جوړښت ته پکې زیان ورسېږي نو پر وړاندې به یې حقوقي او قانوني اقدامات وشي.

اردوان د نېږدې شلو کالو راهیسې په واک کې دی او کله کله د رسنیو په موادو باندې نیوکې کوي چې د محافظه کاره اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې وي.

ترکیې همدارنګه په دې وروستیو کلونو کې په رسنیو باندې د څار چارې زیاتې کړې دي په داسې حال کې چې تر ۹۰ فیصدو زیاتې یې دولتي دي او یا حکومت ته نېږدې دي.

د ترکیې لویدیځو متحدینو او انتقاد کونکو ویلي، چې اردوان د ۲۰۱۶ کال د ناکامې کودتا له هڅې څخه د ټولنیزو حقونو او زغم د کنټرولولو لپاره کار اخلي.

خو حکومت دا ردوي او وايي، دغه اقدامات په داسې حال کې چې ترکیه له کومو ګواښونو سره مخ ده اړین دي.

د ترکیې د راډیو او ټي وي سوپریم کاونسل (RTUK) په ټولو انلاین خپرونو باندې بشپړه څارنه کوي او دا واک هم لري چې ځینې توکي ترې لېرې کړي.

دوی همدارنګه ځینې ټي وي چاینلونه له دې امله جریمه کړي هم دي چې وايي د ترکیې له ارزښتونو څخه یې تیری کړی وو لکه د موسیقۍ هغه ویډیوګانې چې دوی هڅونکې او پارونکې ګنلې وې، همجنس بازۍ ته پکې اشاره شوې وي او یا د ولسمشر سپکاوی یې کړی وي.

ددغه قانون لاندې په لسګونو زره خلک محاکمه شوي هم دي لکه د صدف کباس په نامه یوه وتلې ترکۍ خبریاله چې تېره اونۍ وروسته له هاغې بندي کړای شوه کله چې یې په خپلې ټویتر پاڼه باندې د اردوان د قصر په اړه یو متل خپور کړی وو او بیا د مخالف ټي وي چاینل لخوا بیا بیا خپور شو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG