لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: که روس د یوکرېن په سر له ډیپلومېسۍ ډډه وکړي «وحشتناکه» نتیجې به وویني


واشنګټن ــــ د امریکا پوځ سترو چارواکو خبرداری ورکړی چې که چرې روس د یوکراېن سره خپله لانجه په پوځي زور ختمه کړه نو دا به د ټولو ډلو لپاره د مرګ او تباهۍ لاره سمه کړي.

د امریکا د ګډو ځواکونو مشر جنرال مارک میلې تېره ورځ په پینټاګان کې د امریکا د دفاع سېکتر لوېډ اسټن سره په یو ګډ مطبوعاتي کانفرنس کې دغه ناڅاپي خبره وکړه او دواړو چارواکو په دې خبره ټینګار ورکړو چې د دغې تباهۍ مخه هغه وخت نیول کیدی شي کله چې ماسکو دې ته تیاره شي چې د جنګ د څنډې نه وروسته شي.

جنرال مارک میلې خبریالانو ته ویلي ٫٫ کوم قسمه پوځونه چې د یوکراېن په پوله پرځای شوي دي، ځمکنی پوځ، لویه وسله، بېلسټک میزایل، هوايي پوځ او دا ټول په یو ځای که په یوکرېن ورپرېښودل شي، ډا به ډیر زیات مهم وي. ٬٬

نوموړي ویلي ٫٫ د دې په نتیجه کې به لوی تاوان ورسیږي او تاسو فکر کولی شئ چې د زیاتې ابادۍ په ښارونو کې دا به وېروونکی او د تباهۍ ډک وي او د دې هر څه ضرورت نه شته. ٬٬

د امریکا له خوا د جمعې په ورځ دغه خبرداری په داسې وخت ورکړی شوی چې ښکاري د روس او یوکراېن تر منځه لانجه یو پای ته رسیدلې ده. هم تېره ورځ ناوخته د امریکا صدر جوبایډن خبریالانو ته ویلي هغه به په ختیځ یورپ کې د ناټو د موجودګۍ لپاره امریکايي عسکر لېږي.

د پېنسلوینیا نه واشنګټن ته د راستنېدو وروسته صدر جو بایډن خبریالانو ته ویلي ٫٫ ځه به ختیځ یورپ او د ناټو غړي هیوادونو ته په لنډه موده کې امریکايي عسکر لیږم. که څه هم دغه عسکر به ډیر نه وي”.

د مېکرون سره په ټېلیفون د پوټین خبرې:

که څه هم د امریکا دفاعي چارواکو دا خبرداری ورکړی چې روس کوم وخت هم په یوکرېن برید کولی شي، خو د روس صدر ولاديمیر پوټین د فرانس صدر ایمانیول مېکرون سره په ټېلیفون د خبرو اترو په وخت په دې خبره ټینګار کړی چې غربي هیوادونو د روس امنیتي اندېښنو ته په سمه توګه ځواب نه دی ویلی.

د کریملن ترمخه پوټین مېکرون ته ویلي چې د غربي ډپلومېټانو له خوا په نژدې ورځو کې شويو سفارتي کوششونو کې د نېټو د خوریدو په اړه د روس اندېښنو ته ځواب نه دی ویل شوی، د مثال په توګه د نېټو ایتلاف وسلې د روس پولې سره جمع کول بندېدل او په ختیځ یورپ کې د نېټو عسکر وروسته کول.

هم د جمعې په ورځ د روس خارجه وزیر سرګیلاوروف د روس یو رېډیو سټېشن ته ویلي، چې روس د یوکراېن سره جنګ نه غواړي خو د غربي هوادونو نه به د خپلو مفاداتو خوندي ساتلو هڅې به کوي.‌

ښاغلي لاروف ویلي ٫٫ که خبره د روس وي نو جنګ به نه کیږي.‌ مونږ جنګونه نه غواړو. خو مونږ دا اجازه هم نه شو ورکولی چې زمونږ ګټې دې په بې رحمۍ د پښو لاندې شي”.‌

زیاتېدونکی تاو تریخوالی او بیانونه:‌

خو د امریکا د فاع سېکتر د جمعې په ورځ د خبریالانو سره د خبرو په وخت ویلي، کوم هیواد داسې یو کار نه دی کړی چې روس د یوکراېن نه یو لک عسکر راتاو کړل.

په پېنټاګان کې تېره ورځ د خبرو اترو په وخت ښاغلي آسټن په ماسکو د ناسمو معلوماتو نوي کمپاېن غږ کړی، نوموړي ویلي ٫٫ داسې کوم پاروونکی ګام نه وو چې دوی هلته عسکر ولیږل.٬٬

نوموړي وړاندې ویلي‌٫٫ په حقیقت کې مونږ ګورو چې د روس ریاستي میډیا اوس په ختیځ یوکرېن کې د ځینو فعالیتونو تورونه لګوي او دا هر څه د روس د یوې قیصې برخه ده خو دوی مونږ نه شي دهوکه کولی. ٬٬

د امریکا د دفاع سکتر وړاندې ویلي چې که چرې روس په یوکرېن کې داسې څه وکړي چې وايي مونږ یې ضرورت نه لرو، نو په ختیځ یورپ کې به د نټو اېتلاف نور هم قوي کیږي.

امریکې او نېټو د روس دغه غوښتنې رد کړې دي خو وایي نور هم داسې مسایل شته چې خبرې ورباندې کېدای شي.

د نېټو عمومي مشر ین سټولټنبرګ د جمعې په ورځ د واشنګټن څېړنیزې ادارې ایټلانټیک کونسل آنلاین پوښتنو ته په جواب کې وویل، نېټو تیاره ده چې په ختیځ یورپ‌ کې خپل پوځونه زیات کړي، ځکه چې د روس پوځ او وسله له نیژدې ویني چې بېلاروس ته یې لېږدوي:

"موږ سیاسي خبرو ته تیار یو، خو که روس د جګړې لاره خپله کړي نو موږ جواب ورکولو ته هم تیار یو، نو موږ دواړو لارو ته تیاري نیولې ده، موږ د غوره سولې لپاره پر سیاسي حل لاره هم سخت کار کوو، خو بدې لارې ته هم تیار یو"..

خو بل لور ته خپله د یوکرېن ولسمشر ولادمير زلانسکي پر لوېديځ ږغ کړی چې د دغه هېواد په پولو کې د روسي پوځيانو د ځای پر ځای کېدو په اړه دې وېره نه خپروي.

ولادیمیر زلانسکي د جمعې په ورځ په پایتخت کیف کې خبریالانو ته وویل، پر یوکرېن چې د روس د ممکنه برید خبرداری ورکول کېږي، دې خبرداري یې د هېواد اقتصاد له خطر سره مخ کړی دی.

ښاغلي زلانسکي پر برتانیې، امریکې او اسټرېلیا هم نیوکې وکړې چې وایي سفارتکارانو یې خپلې کورنۍ له یوکرېنه و ایستلې.

رپوټونه وایي دغو هېوادونو د دې اندېښنې په بنیاد خپل سفارتکاران له پایتخت کیف څخه ایستلي، چې روس نه یواځې تر یو لک زیات پوځیان د یوکرېن پر پوله ساتلي بلکې وینه او نور طبي وسایل یې هم ور لېږدولي دي او امکان لري چې په دې هېواد باندې پوځي یرغل وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG