لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په افغانستان کې د امريکا نشتوالی چين طالبانو ته نزدې کوي


واشنګټن ــ نزدې شپږ مياشتې کيږي چې طالبانو د افغانستان سرښار کابل په پينځلسم اګست نيولی. په دې موده کې چې امريکا د افغانستان نه وتلې ګاونډي چين د منځنۍ ايشيا د ياد هېواد په کارونو کې دلچسپي ښودل زيات کړي دي.

دا دلچسپي په حقيقت کې د طالبانو د واک اخستلو وړاندې ښکاره وه کله چې تېر کال په جولای کې د چين وزير خارجه وانګ يي د چين په شمالي ښار تيانجېن کې د طالبانو د نهه کسيزه پلاوي سره ناسته وکړه.

د ځينو څېړونکو په خيال دې ملاقات د طالبانو مذهبي ډلې په نړيواله کچه د ځلېدو او د چين ورسره د تودېدونکو تعلقاتو څرګندونه وکړه.

د دې تر څنګ تېر کال په اکتوبر کې وزير خارجه وانګ په دوحه قطر کې د طالبانو مشرانو سره د ليدنې په وخت په افغانستان کې د چين د توقعاتو ذکر کړی وو او دواړو خواوو پرېکړه کړې وه چې څنګه په ګډه کار وکړي.

وانګ ويلي وو د چين توقعات دا دي چې په افغانستان کې يو ټولشريکه سياسي نظام جوړ کړل شي چې ټولې نسلي ډلې پکې برخه ولري، د ملک دننه او بهرنۍ پاليسيانې دې ميانه روه وي، د ترهګرو ډلو سره دې په ډاګه ريښې وشلول شي چې پکې ايسټ ترکستان اسلامک موومنټ هم شامل دی او په خصوصي توګه د ګاونډي هېوادونو سره يوه د امن خارجه پاليسي جوړه کړل شي.

البته که څه هم طالبانو بيا واک اخستلی څوک چې په کال 2001 کې د امريکا او اتحاديانو د واک نه لرې کړي وو خو لا تر اوسه د چين په شمول چا په رسميت نه دي پېژندلي.

د راجراتنم سکول اف انټرنيشنل سټډيز سينګاپور يو کارپوه رافايلي پانټوسي وايي “څه چې حېرانوونکي دي هغه د افغانستان د ګاونډي ملک چين د طالبانو سره ښکاره نزدېوالی دی”.

په چين کې د طالبانو له خوا د نوي سفير ټاکل هم د ډلې په اړه يو نرم بدلون څرګندوي ځکه طالبان ګڼي چين يې تر ټولو مهم ملګری دی.

د طالبانو له خوا په بيجينګ کې د نوي سفير ټاکلو وروسته په چين کې د افغانستان پخواني سفير جاويد احمد قايم استعفا ورکړې وه او په نهمه جنورۍ يې په ټوېټر ليکلي وو د بيجينګ د پرېکړې سره متفق دی چې د نوي سفير ټاکل يې منلي دي.

قايم وي او اې ته ويلي “اوس چې طالبانو نوی څوک ټاکلی او چين ورسره منلي نو دا ښکاره خبره ده دا د چين حکومت فيصله ده او دا د چين د منظورۍ نه بغير ممکن نه ده”.

يو خوا چين په نړيواله کچه د طالبانو په اړه وکالت کوي نو بلخوا د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انټونيو ګوټرس هم د افغانستان د کنګل شوو نزدې لس بيلينه ډالرو افغانستان ته د بيرته ورکولو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG