لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنېوا سفیر: طالبانو له نړیوالو سره په خبرو اترو کې دلچسپي څرګنده کړې


واشنګټن ــــ د طالبانو یو پلاوي په جنېوا کې له افغانستان سره د بشري مرستو په اړه یوه غونډه کې ګډون کړی او ځینې سرچینې وایي دوی به له یورپي چارواکو سره د خپل حکومت پر ځینو مشرانو د بندیزونو د ختمېدو په اړه هم خبرې وکړي.

د جنېوا یوه مشر سفیر رفایل ناګیلي د پنجشنبې- زیارت په ورځ د طالبانو له ورغلي پلاوي سره لیدلي او وایي هغوی له نړیوالې ټولنې سره په خبرو اترو کې دلچسپي څرګنده کړې ده.

واشنګټن ورځپاڼې د ښاغلي ناګیلي له خولې لیکلي، طالبان په دې پوهېدلي چې له خپل جنګ ځپلي هېواد سره د لا ډېرو مرستو په مخ کې د خنډ لرې کولو لپاره دوی باید "لومړی قدم واخلي".

د ملګرو ملتونو په ادارو کې جنېوا یاد سفیر وایي د طالبانو له یوولس کسیز پلاوي سره لیدلي، چې مشري یې د طالبانو د روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد کوي:

"دوی دا احساس کړې ده چې موږ یو څه ضمانتونه او څه ژمنې ځنې غواړو، دوی پوهېدلي چې ضرور باید لومړی ګام واخلي، دوی ډېر په ښکاره وایي چې زموږ مرستې ته اړتیا لري".

بل لور ته په جنېوا کې د افغانستان د تېر حکومت سفیر ناصر اندیشه په یوه پرانیستي لیک کې سویټزرلېنډ ته د طالبانو پر بلنه اعتراض کړی او لیکلي یې دي:

"دا د پوښتنې وړ ده چې د طالبانو اعلی پلاوی په داسې وخت کې مېز ته را بلل شوی چې هغوی هره ورځ او په منظمه توګه د افغانستان د خلکو بشري حقونه تر پښو لاندې کوي".

په افغانستان کې د بېنکي نظام سقوط او د نغدو پیسو نشتوالي، د کورونا وایرس د نوې څپې چېلنجونو او له وچکالۍ سره سره د خلکو بې کارۍ د طالبانو حکومت ځکه له ستونځو سره مخ کړی چې پر شپږو میاشتو تېرېدو باوجود د نړۍ هیڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

د طالبانو پلاوی روانه اوونۍ د بشري مرستو د یوې ډلې «جنېوا کال» په بلنه په غونډه کې د ګډون لپاره سویټزرلېنډ ته تللی، خو د دې غونډې- چې مقصد یې د افغانستان لپاره بشري مرستې پیدا کول دي- تفصیل تر اوسه پټ ساتل شوی دی.

د افغانستان طلوع نیوز د ځینو سرچینو په وینا لیکلي، چې د طالبانو پلاوی به له یورپي مشرانو پر دوی د بندیزونو ختمېدو غوښتنه هم وکړي، خو د جنېوا د بهرنیو چارو وزارت د بیان له مخې په دې غونډه کې د طالبانو د رسمیت پېژندنې ایجنډه شامله نه ده.

د طالبانو د روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد د فرورۍ پر نهمه د روغتیا د نړیوال سازمان له مشر ټیډروس اډهانوم ګیبریوس سره لیدلي او ټاکل شوې چې د جمعې په ورځ‌ د خپل پلاوي په مشرۍ د د سره صلیب مرستندویې ادارې له چارواکو سره هم وویني.

په تېره یوه میاشت کې د طالبانو دا دویم نړیوال سفر دی، تېره میاشت یې د ناروې په بلنه په اوسلو کې د یورپي هېوادونو له مشرانو په درې ورځنۍ غونډه کې ګډون کړی وو. څېړونکي وایي دا سفرونه له طالبانو سره د نړیوالو د اړیکو نخښه ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG