لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یونیسیف: په افغانستان کې د خوراک د کمي له امله يو میلين ماشومان مړه کېدی شي


پېښور ــــ د ملګرو ملتونو د ماشومانو لپاره د بیړنيو مرستو ادارې «يونيسف» ویلي، که چېرې په افغانستان کې په سمدستي توګه ګامونه پورته نه کړی شول نو يو ملين یعنې لس لکه ماشومان د شديد حد خوارځواکۍ له امله ژوند بایللی شي.

په افغانستان کې مېشت پوهان وايي په هېواد کې د سياسي بدلون وروسته رامنځ ته شوي اقتصادي بحران او د بهرني امداد بندېدو سره د ټولنې بې وزله خلک اوس نه شي کولی د بچو لپاره مناسب خوراک برابر کړي او د ناروغۍ سره مخ ماشومانو په وخت درملنه وکړي چې له امله يې د زياتره ماشومانو روغتیايي حالت د ګواښ سره مخ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې يونيسيف په ټويټر ويلي چې د سمدستي ګام پرته په افغانستان کې يو ميلين ماشومان د خوراک د کمي له امله مړه کېدی شي.

په 15 اګست د طالبانو له خوا د افغانستان واک تر لاسه کولو وروسته ملګرو ملتونو وار په وار په دغه هېواد کې د بشري ناورين پېښېدو اندېښنې څرګندې کړي دي.

په دې حقله په افغانستان کې مېشت د بشري حقونو لپاره کار کوونکی برهان الدين سيرت وي او اې ډيوه ته وايي چې د کابل له سقوط وروسته د اقتصادي بحران او بهرني امداد ودرېدو له وجې خلک نه شي کولی د بچو لپاره د مناسب خوراک پېدا کولو ترڅنګ د ناروغه ماشومانو درملنه وکړي او همدغه وجه ده چې د ماشومانو ژوند د ګواښ سره مخ دی۔

نوموړي زياته کړه چې د بشر دوستانه مرستو کومې ژمنې شوي هغه لا په سمه توګه افغان ولس ته نه دي رسېدلې او د سقوط وروسته د يو شمېر خلکو بېروزګاره کېدل هم په ماشومانو بد تاثير لري:

"هم د مرستو کموالی په دغه برخه کې او د هم دغه روزګار د منځه تلل د دې باعث ګرځېدلي چې دغلته يو ميلين ماشومانو ژوند د ګواښ سره مخ شي".

ملګرو ملتونو د افغانستان او د افغانستان ګاونډيو ملکونو سره د مرستې دپاره د نړیوالې ټولنې نه د ریکارډ کچې پېنځه ارب ډالرو مالي امداد غوښتنه کړې ده۔

د ملګرو ملتونو د بشري امداد د رابطه کارۍ دفتر د جنورۍ په 11مه ويلي چې افغانستان د "ناورین" سره مخامخ دی او 23 میلین افغانان چې د ملک د نیمايي ابادۍ نه زیات خلک دي، انساني امداد ته ضرورت لري.

په افغانستان کې مېشت د روغتيا د چارو يو ماهر د نوم نه ښودلو په شرط وي او اې ډيوه ته وويل په هېواد کې بهرني امداد سره چلېدونکي هغه ګڼ شمېر طبي مرکزونه تړل شوي چې پکې به ماشومانو ته د مختلفو ناروغیو د علاج ترڅنګ د خوارځواکۍ د مخنيوي لپاره خوراکي توکي او داروګان ورکول کېدل:

"نوی حکومت چې راغلی هغه روغتایي مرکزونه چې په بهرني امداد چلېدل په هغو کې 4000 کلينيکونه تړل شوي، چې کوم ضرورتونه به وو د ماشومانو لپاره د هغې نزدې 50 سلنه به دغو مرکزونو پوره کول، اوس هغه امداد بند شو او کلينيکونه وتړل شول، اوس د ماشومانو د [علاج] بله کومه لاره نه شته".

د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي په تېر نومبر کې امریکا ته يو پرانیستی خط ليکلی وو او د هېواد د تړل شوو پېسو د پرانیستو غوښتنه یې کړې وه، هغه ويلي وو د افغانستان د پیسو کنګل کول ستونځه نه حل کوي او نه هم دا د امریکا د ولس غوښتنه ده نو ځکه باید د امريکا حکومت دغه پېسې خوشي کړي، خو امریکا یې دا غوښتنه رد کړې وه.

امریکې د جنورۍ په 11مه د افغانستان سره د 308 مېلین ډالرو مالیت بشري امداد اعلان کړی وو، د اېسوسيټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د صدر جوبایډن حکومت له افغانستان سره د 780 مېلین ډالرو امداد کړی دی.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG