لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپينه ماڼۍ: روس د اولمپک په مهال په يوکرېن حمله کولی شي


د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار جېک سېلوېن ویلي، روس د اولمپک په مهال په يوکرېن بريد پېل کولی شي.

جېک سېلوېن د جمعې په ورځ خبريالانو سره په خبرو کې ويلي، چې روس د يوکرېن د پولې سره نزدې پوره پوځ په ځای کړی دی، او غټ پوځي عمليات کولی شي.

هغه ويلي، د حملې په صورت کې روس د يوکرېن پوره علاقه نيولی شي، چې پکې پلازمينه کېف هم شامل دی.

امریکې په يوکرېن کې خپلو وګړو ته ويلي چې د 24 نه تر 48 ساعتونو پورې د يوکرېن نه ووځي.

سېلوېن ويلي د فضايي حملو په مهال به بيا د دغه هېواد نه وتل ګران وي.

له دې وړاندې د امريکا صدر جوبايډن هم د (اېن بي سي نيوز) سره په خبرو کې ويلي وو، امريکايي وګړو ته وتل پکار دي، او سمدستي وتل ورته پکار دي.

صدر بايډن ویلي، "زمونږ واسطه د داسې پوځ سره ده چې د نړۍ په غټو پوځونو کې يو دی، دا ډېر بدل حالات دي، او حالات يو دم خرابېدی شي".

د امريکې نه وروسته برتانيې هم خپلو وګړو ته د یوکرېن څخه د وتلو ويلي دي.

پېنټاګون ويلي، د صدر بايډن په لارښوونه د عمل سره د دفاع وزير لوېډ اسټېن د درېو زرو پوځيانو پولېنډ ته د روانولو امر کړی دی.

له دې وړاندې په فرورۍ کې 1700 پوځيان پولېنډ ته روان کړی شوي دي.

سپينې ماڼۍ ويلي، صدر بايډن د يوکرېن او روس د شخړې په سر د کېنېډا، فرانس، جرمني، اټلي، پولېنډ، رومانيه، برتاينه، نېټو، يورپي يونين او يورپي کونسل د مشرانو سره خبرې کوي.

امریکايي صدر ویلي يوکرېن ته به خپل پوځ نه ليږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG